تازه خبرونه

مونږ له کابل سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته ژمن یو- عربستان

عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد یعقوب مجاهد د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې له کلتوري او ایډیالوژیکي پلوه ګډې او نه جلا کېدونکې ګڼي او په بېلابېلو برخو کې یې د ریاض له همکاریو ستاینه کړې ده.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۴, ۱۴۰۳

د دفاع وزارت ویاند ويلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د دې وزارت له چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد سره په لیدنه کې له افغانستان سره د اقتصادي، سیاسي اړیکو او بشري همکاریو د پراختیا لپاره د ریاض پر ژمنو ټینګار کړی دی.

عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد یعقوب مجاهد د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې له کلتوري او ایډیالوژیکي پلوه ګډې او نه جلا کېدونکې ګڼي او په بېلابېلو برخو کې یې د ریاض له همکاریو ستاینه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت پرانیستل مهم او د پام وړ وبلل.

Trending

Exit mobile version