تازه خبرونه

مونږ پر ښو اړیکو باور لرو او د چین رښتینی دریځ ستایو- سراج الدین حقاني

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دوشنبې پر ورځ د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې ویلي: تر هغې، چې په سیمه کې اخلاقي اصول حاکم نه‌شي؛ د باور فضا نه رامنځته کیږي.

د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ​​په دې ناسته کې د چین سفیر وانګ يو ويلي: چين د افغانستان له خلکو سره دی او باور لري، چې د هېوادونو پرمختګ په آزاد او بې پرې چاپېريال کې لکه، چې اوس افغانستان ورسره مخ شوی؛ شونی دی.

هغه دغه راز ويلي، چې چين هيڅکله د فشار او په چارو کې د لاسوهنو له سياستونو ملاتړ نه‌کوي او د افغانستان پر وړاندې هم دغه راز سياستونه نه مني.

د افغانستان کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د چین له حقیقي دریځه مننه وکړه او څرګندوي، چې په نړیوال تعامل کې د عدالت رامنځته کېدل ځانګړی ځای لري.

هغه زیاته کړې؛ تر هغې، چې په سیمه کې اخلاقی اصول د ضوابطو په توګه رامنځته شوی نه‌وی د باور فضا به رامنځته نشی او په ذهن او عمل کې کړکېچ رامنځته کول د نورو لپاره ناسم سیاست دی.

نوموړي زیاته کړې: مونږ پر ښو اړیکو باور لرو؛ د اسلامي امارت لار د تعامل او تفاهم لار ده او مونږ د نورو لپاره ښه نیت لرو او له نورو څخه هم همدا تمه لرو.

په پای کې دواړو لوریو په اسلام‌آباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې و ارزولې او په بېلابېلو برخو کې یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version