تازه خبرونه

م.م په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې د مخنیوي کومه هڅه نه‌ده کړې – د افغانستان سفارت

Published

on

په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي ويلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغان کډوالو د ځورونې د مخنیوي لپاره هیڅ نه‌دي کړي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب د کډوالو د نړیوالې ورځې لپاره په یوه ویدیوي پیغام کې څرګنده کړې، چې افغان کډوال په پاکستان کې له اوس هم له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ټینګار کړی، چې د دغه هېواد پولیس پر بېلابېلو پلمو افغانان نیسي، وهي او ځوروي یې.

سردار احمد شکیب د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغانانو د ځورولو مخه ونیسي.

دغه راز نوموړي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ هم وغوښتل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته پام راواړوي.

د دغه ديپلومات د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه شاوخوا درې زره افغان وګړي د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version