ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
ناسا د هغو رضاکارانو د نوملیکنې بهیر پیل کړی، چې غواړي د سپوږمۍ او مریخ د راتلونکو فضايي سفرونو لپاره په یو کلن تمثیلي ماموریت کې ګډون وکړي.
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
غوره شوي رضاکاران به شاوخوا یو کال په دوه ځانګړو استوګنځایونو کې ژوند او کار وکړي. دغه استوګنځي داسې جوړ شوي، چې د ژورې فضا د سفرونو انزوا، محدودیتونه او عملیاتي ننګونې تمثیل کړي.
ناسا وایي؛ له دې تمثیلي ماموریت موخه دا ده، چې وڅېړي فضايي عمله د اوږدمهاله فضايي سفر او د سپوږمۍ او مریخ پر سطحه د فعالیتونو له شرایطو سره څنګه ځان عیاروي. د دې څېړنې موندنې به د راتلونکو فضايي ماموریتونو لپاره د ستورمزلو د خوندیتوب او چمتووالي په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ګډونوال به د ستورمزلو په څېر بېلابېلې دندې ترسره کړي؛ لکه د سپوږمۍ او مریخ تمثیلي پلټنیز سفرونه، د سپړنیزو وسایطو چلول او علمي څېړنې. دا ټول به د محدودو سرچینو او هغو مخابراتي محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې په ژوره فضا کې یې تمه کېږي.
ناسا ویلي، دا څېړنه به د آرټمیس پروګرام، د سپوږمۍ دایمي اډې د جوړولو د طرحې او مریخ ته د لومړي انساني سفر د چمتووالي په برخه کې هم مرسته وکړي.
دغه نوی پروګرام د ناسا د HERA او CHAPEA پروژو ځانګړنې په یوه ګډ ماموریت کې راټولوي. رضاکاران به لومړی د HERA په استوګنځي کې فضا ته د سفر تمثیل تجربه کړي او وروسته به د CHAPEA استوګنځي ته ولېږدول شي، چې د سپوږمۍ یا مریخ د اډې بڼه لري.
د ماموریت په اوږدو کې به څېړونکي د ګډونوالو فزیکي روغتیا، رواني وضعیت او کاري وړتیا پرلهپسې څاري. همدارنګه به هغه ټکنالوژۍ، عملیاتي کړنلارې او د استوګنځایونو سیسټمونه هم وارزول شي، چې په راتلونکو ژورو فضايي سفرونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
ناسا له هغو کسانو، چې د دې ادارې روغتیايي، تعلیمي او رواني شرایطو لرونکي دي؛ غوښتي، چې نوملیکنه وکړي. نوماندان باید د څو پړاوونو له ارزونې، بشپړو روغتیايي او رواني معایناتو وروسته غوره شي.
د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی، چې له سترو ننګونو سره د مخامخېدا لېوالتیا لري او غواړي د انسان د فضايي سپړنو د راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.