د هوا حالاتو بدلونونه

ناسا د ځمکې د اوبو د سروې لپاره ګډه سپوږمکۍ وتوغوله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۱)

د جمعې پر ورځ ناسا او فرانسې فضایي ادارې ته جوړې شوې سپوږمکۍ، چې د ځمکې د څه نا څه ټولو اوبو د سروې ماموریت ورپر غاړه دی؛ له ځمکې وتوغول شوه.

د دې سپوږمکې ماموریت د ناسا، فرانسې، کانادا او د انګلستان د فضايي ادارې په مرسته په ګده ترسره کیږي او غواړي، چې د ځمکې په سطحه د نږدې ټولو( جهیلونو، سیندونو، زیرمو او بحرونو) د اوبو کچه معلومه کړي.

دا سپوږمکۍ به د ځمکې له ۹۰ سلنې څخه د ډېرو اوبو لوړوالی معلوم کړي. دغه راز به د سمندرونو، جهیلونو، سیندونو او نورو زیرمو اغېز پر اقلیمی بدلونونو هم وڅېړل شي او دا به په ډاګه کړي، چې څنګه ټولنې کولی شي د طبیعي ناورینونو لکه سیلابونو لپاره ښه چمتووالی ونیسي.

د ناسا مدیر بل نیلسون ویلي: د سیندونو او بحرونو د اوبو ګرمېدل، سخته هوا، د ځنګلونو سوځېدل د اقلیمي بدلون یو څو پایلې دي، چې انسانان او ژوندي موجودات ورسره مخ دي.

د دغه ماموریت بنسټیزه موخه د ځمکې د خواږو اوبو د کچې معلومول دي. دوی به د نړۍ له ۹۵ سلنې څخه د زیاتو جهيلونو، بحرونو او د اوبو د زیرمو په اړه معلومات چمتو کړي.

د یادونې ده، چې د وخت له تېریدو سره به دا څرګندونې او معلومات وکولی شي له څېړونکیو سره مرسته وکړي، چې نه یوازې د سمندر د سطحې د اوبو لوړوالی په ښه توګه وڅاري، بلکې پر ټولنو د اقلیمي بدلون اغېزې هم په ډاګه کړي.

Trending

Exit mobile version