نړۍ

ناټو به په ختیځو پولو کې خپلې پوځي وړتیاوې نورې هم پیاوړې کړي- سټولټنبرګ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۱)

د ناټو عمومي منشي د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوږده واټن ویشتونکیو وسلو د زیاتولو د غوښتنې ته په نغوته کې ویلي، چې اوکراین نورو درندو لرې ویشتونکیو توغندیو ته اړتیا لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي ۲۴ د هالنډ په پلازمېنه هاګ کې د ناټو د اووه متحدینو له صدراعظمانو سره یوېې ګډې خبري غونډې ته ویل، چې ناټو باید پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته په ختیځو سرحدونو کې خپل چمتووالی ونیسي او وسلې زیاتې کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په مادرید کې د ناټو له سرمشریزې مخکې د هالنډ له صدراعظم مارک روت او د ډنمارک، پولنډ، لاتویا، رومانیا، پرتګال او بلجیم له مشرانو سره له نارسمي خبرو وروسته وکړې.

د ناټو عمومي منشي کیف ته د نورو درندو وسلو له استولوسره هوکړه وکړه؛ خو جزئیات یې ورنکړل.

ستولتنبرګ ویلي: هو! اوکراین اړتیا لري، چې نورې درندې وسلې هم ولري.

ستولتنبرګ زیاته کړې؛ ناټو اوکراین ته د درندو وسلو لېږد زیات کړی او د ناټو چارواکي به د چارشنبې پر ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له اوکراین سره د درندو وسلو د لېږد په ګډون خپله پوځي همکاري نوره هم همغږې کړي.

سټولنبرګ ویلي؛ هغو [اوکرایني چارواکي] په بشپړه توګه [پره لویدیځو وسلو] تکیه کړې، چې وکولی شي د روسیې د ظالمانه یرغل پر وړاندې ودریږي.

د هالنډ لومړي وزیر روټه په هاګ کې خبریالانو ته وویل: د وسلو په مسله کې مونږ دلته اجماع لرو او دا هم مهمه ده، چې روسیه په جګړه کې ماته شي.

روټه زیاته کړې: لکه څنګه، چې مونږ نشو کولی مستقیم له روسیې سره مقابله وکړو، مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې اوکراین کولی شي دا جګړه ودروي او ټولو اړینو وسلو ته لاسرسی ولري.

Trending

Exit mobile version