نړۍ
نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ
له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوهیم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره چمتووالی نیولی، چې د غزې د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ له پخوانۍ ادارې سره له تاوتریخوالي وروسته نوې اړیکې پیاوړې کړي.
له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوهیم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.
هغه له روانېدو مخکې په هوایي ډګر کې ویلي: ” په جګړه کې زمونږ پرېکړې؛ د منځني ختیځ څېره بدله کړی ده. زمونږ پرېکړو او زمونږ د سرتېرو زړورتیا د سیمې نقشه بیا جوړه کړې؛ خو زه باور لرم، چې له ولسمشر ټرمپ سره به پر نږدې کار کولو مونږ وکولی شو بیا یې ښه جوړه کړو. “
په راپور کې راغلي: په غزه کې د جنګي جرمونو پر تور د نړیوالې جنایي محکمې لخوا نه یوازې د نتانیاهو د نیولو امر وشو، بلکې له جو بایډن سره یې اړیکې ترینګلې کړي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې واک ته له راستنېدو راپدېخوا یې سپینې ماڼۍ ته هم سفر ندی کړی.
نړۍ
ټرمپ د بودیجې د لایحې پر لاسلیک کولو د امریکا د حکومت د تر ټولو د اوږدې مودې تعطیلۍ پای ته ورسوله
ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ یو داسې لایحه لاسلیک کړه، چې د امریکا په تاریخ کې به پرې د حکومت د تر ټولو د اوږدې تعطیلي موده له ۴۳ ورځو وروسته پای ته ورسیږي. دا هڅه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د استازو جرګې د خوراکي توکو مرستې بیا پیلولو، د دولتي کارمندانو معاش ورکولو او د هوایي ټرافیک کنټرول خدماتو بیا پیلولو لپاره رایه ورکړه.
ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”
د دې هوکړې له پلي کېدا سره به د پنجشنبې پر ورځ حکومتي کارګران بېرته کار ته ستانه شي، که څه هم د دولتي خدماتو بیا پیلېدا به وخت ونیسي.
د بودجې دا هوکړه دولت د جنوري تر ۳۰ پورې غځوي، چې له مخې یې دولت هر کال شاوخوا ۱.۸ ټریلیون نور ډالر پر ۳۸ ټریلیوني پور ور اضافه کوي.
شنونکي وايي، چې شپږ اوونیزې تعطیلۍ د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی؛ خو ډېری زیانونه به په راتلونکو میاشتو کې جبران شي.
دواړو ګوندونو نه جمهوري غوښتونکو او نه هم دیموکراتانو یو هم له دې ناورین څخه ګټه تر لاسه نکړه. نظرپوښتنه ښیي، چې ۵۰ سلنه خلک جمهوري غوښتونکي او ۴۷ سلنه نور بیا ډیموکراتان پدې تعطیلۍ ملامتوي.
نړۍ
په مکسیکو کې د اور لګېدو له کبله ۲۳ کسان مړه شول
د سونورا ایالت والي الفونسو دورازو ویلي، چې هغه د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره د بشپړې او رڼې څېړنې امر کړی دی.
د مکسیکو په شمال لویدیځ ښار هرموسیو کې د مړو د ورځې د نمانځلو د وروستۍ اوونۍ پر مهال یوه دردوونکې پېښه رامنځته شوه، چې له کبله یې د والډوس یوه پلورنځي اورواخیست او لږ تر لږه د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د سونورا ایالت والي الفونسو دورازو ویلي، چې هغه د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره د بشپړې او رڼې څېړنې امر کړی دی.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې ډېری قربانیان د زهرجنو لوګیو د تنفس کولو له کبله مړه شوي دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلوډیا شینباوم په پاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او څرګندوي، چې له ټپیانو سره د مرستې لپاره مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوې دي.
د اور لګېدو لامل تر دې دمه نامعلوم دی؛ خو ګومان کېږي، چې د برښنا شارټۍ له کبله اورلګېدنه رامنځته شوی وي.
د ښار چارواکو ټینګار کړی، چې دا پېښه د کوم برید پایله نده.
نړۍ
اسرائیل په غزه کې برید ته د ځواب حق لري – ټرمپ
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د امریکا پر ملاتړ اوربند له خطر سره مخ ندی؛ که څه هم اسرائیلو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي او ۲۶ کسان یې ووژل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي؛ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي، چې پېنځه یې د بورایج کډوالو کمپ په یوه کور کې، څلور یې د غزې ښار د صبرا د سیمې په یوه ودانۍ کې او پېنځه یې په خان یونس کې پر یوه موټر د برید پر مهال ووژل شول.
ټرمپ زیاته کړې:” هیڅ شی اوربند له خطر سره نه مخ کوي؛ تاسې باید وپوهیږئ، چې حماس یو اسرائیلي عسکر وواژه؛ نو اسرائیلیانو ځواب ورکړ او دوی باید ځواب ورکړي.” اسرائیلي پوځ د سرتېري مړینه تائید کړې ده.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه د خپل غبرګون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وایي، چې دوی د بېړنیو او ځواکمنو بریدونو امر کړی دی. د اسراییلو یوه پوځي چارواکي ویلي، چې حماس د ژیړې کرښې په اوږدو کې پر اسرائیلي ځواکونو برید کولو سره اوربند مات کړ.
د امریکا پر ملاتړ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر پر لسمه نافذ شو او له دوه کلنې جګړې وروسته یې تاوتریخوالی پای ته ورساوه. دا برید د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر په میاشت کې پر اسرائیلو د حماس له مرګوني بریدونو وروسته پیل شول. دواړه خواوو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړي دي.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی: “که دوی (حماس) ښه چلند وکړي؛ نو دوی به خوشحاله وي او که دوی ښه چلند ونکړي؛ نو د دوی ژوند به په خطر کې وي او دوی به مسوول وي.”
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د غزې د سویلي برخې په رفح کې پر اسرائیلي ځواکونو د برید مسوولیت رد کړی او د اوربند تړون ته ځان ژمن ګڼي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
لوبی1 day agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه1 day agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
سوداگري2 days agoافغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
