سیمه ییز خبرونه
ننګرهار کې ماین چاودنې ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ننګرهار ولایت د غني خېل ولسوال څرګنده کړې؛ نن سهار ۹ بجې د یادې ولسوالۍ په شېرګړ بازار کې د ولسوالۍ د روغتيا د برخې د مدیر پر کرولا ډوله موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.
د ننګرهار ولایت د غني خېل ولسوالۍ ولسوال مولوي صدیق الله ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د اسلامي امارت د پېنځه سرتېرو په ګډون اته ویشت کسان ټپیان دي.
ولسوال زیاته کړې؛ ټپیان د درملنې لپاره ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په کابل کې د یوناما دفتر دا برید غندلی او څرګندوي، چې دا چاودنه په یوه بازار کې رامنځته شوې او د ماشومانو په ګډون یې ملکي وګړي زیانمن کړي دي.
دغه بنسټ پر ملکي وګړیو د پرلپسې بریدو نو د درولو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې د يادې پېښې پړه تر دې دمه چا پرغاړه نده اخستې.