لوبی

نن به افغانستان او هند د ابوظبي په لوبغالي کې ولوبیږي

Published

on

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام په چوکاټ کې نن (چارشنبه د لړم ۱۲) په ابوظبي کې د هند له لوبډلې سره لوبه وکړي.

دا لوبه د دواړو ملي لوبډلو ته ارزښتمنه ده؛ ځکه دواړه لوبډلې نیمه پایلوبې ته د رسېدو هڅې کوي.

د هند لوبډلې د روان کال په لومړیو کې د نړیوال جام د ګټلو لپاره دې لوبو ته راودانګل؛ خو تر دې دمه د هند لوبډلې د خپلو د تر سره کولو پلان سم ندی پلی کړی.

هند تراوسه دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي. اوس هم نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لري؛ خو مخې ته یې د افغانستان لوبډله خنډ ګرزېدلی شي.

افغانستان ته ماتې ورکول آسانه کار ندی؛ ځکه دغه لوبډله ډېره پیاوړې وځلېده.

افغان کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه درې لوبې کړي، چې سکاټلنډ او نامیبیا ته یې ماتې ورکړې او پاکستان یې په ستونزمن حالت کې اچولی؛ په پای کې افغانستان لوبه وبایلله.

په هرحال افغانستان ښه بالر لري، چې کولی شي هندي بالرانو ته لوبه ډېره ستونزمنه کړي.

د دواړو لوبډلو تر منځ لوبه به نن د کابل پر وخت ۶:۳۰ له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.

Trending

Exit mobile version