روغتيا

نن د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.

Published

on

د «پولیو فري افغانستان» بنسټ اعلان کړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د زمري شپږویشتمه) د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی کمپاین پیلېږي؛ دا کمپاین په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو له ثبتېدا سره هم‌مهاله ترسره کېږي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.

دا کمپاین د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار د پولیو د یوې نوې پېښې له راپور وروسته پیلېږي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې هم مخکې ویلي وه، چې د ۲۰۲۶ز.کال له پیل راپدېخوا په افغانستان کې د پولیو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.

پولیو یوه ډېره ساري ناروغي ده، چې په ځانګړي ډول ماشومان ګواښي او د دایمي فلج لامل کېدی شي. د واکسین پرله‌پسې اخیستل او د واکسین څو پړاوونه بشپړول د دې ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي.

افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ له هغو لږ شمېر هېوادونو څخه دي، چې د پولیو ویروس په‌ کې خپرېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کورنیو تګ راتګ هم په سرحدي سیمو کې د واکسین کولو او روغتیايي څارنې ارزښت زیات کړی دی.

«پولیو فري افغانستان» له کورنیو غوښتي، چې د واکسین په کمپاینونو کې همکاري وکړي، څو ماشومان له دې ناروغۍ خوندي او نورو ټولنو ته د ویروس د لېږد مخه ونیول شي.

Trending

Exit mobile version