سیمه ییز خبرونه
نن لندن د افغانستان، پاكستان او بريتانيا د درې اړخيزې څلورمې غونډې كوربتوب كوي
په پام كې ده، چې نن سې شنبه افغان ولسمشر حامد كرزى له بريتانوي او پاكستاني چارواكو سره په افغانستان كې د سولې د ټينگښت، له سخت دريځۍ سره د رښتينې مبارزې او په ځانگړي توگه د ملا برادر د برخليك او ځاى ځايگې په اړوند خبرې وكړي.
د افغان ولسمشر حامد كرزى په مشرۍ لندن ته تللى پلاوى به په درې اړخيزه غونډه كې له تروريزم سره د مبارزې او سولې ته د رسيدو په لاره كې د پاكستان د صادقانه همكارۍ او د دواړو هېوادونو د اړيكو د پياوړتيا غوښتنه وكړي.
د افغانستان د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي، چې:
په دغه غونډه كې به د ملا برادر د خوشې كيدو او د سولې په بهير كې د هغه د اغېزمنتوب په اړه هم خبرې وشي.
د ملي ائتلاف وياند فضل الرحمن اوريا وايي:
د دغو درې اړخيزو غونډو په درېيمه ناسته كې گډونوال په داسې طرحه سلا شول، چې تر شپږ مياشتو پورې په افغانستان كې سولې ته د رسيدو مسير معلوم كړي؛ خو د ټينگار وړ پايله ترې را ونه وته.
د مدني ټولنې مخكښه خاطره اسحاق زۍ په ډاگه كړه، چې كابل نه غواړي د څلورمې درې اړخيزې غونډې په اړه مخكې له مخكې څه ووايي؛ خو افغان كارپوهان پخوانيو غونډو ته په كتو له دغې غونډې هم ناهيلي دي.
سياسي كار پوه مير احمد جوينده وايي، چې:
ټاكل شوې، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به په بريتانيا كې د اسلامي ټولنې په اقتصادي غونډه كې هم برخه واخلي. ولسمشر به په دې پنځه ورځني سفر كې، چې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۶) پيل شوى د اكسفورد په پوهنتون كې هم وينا وكړي.
يوه مياشت مخكې رپوټونه خپاره شول، چې ملا برادر د پاكستان له زندانه خوشې شو؛ خو افغان دولت او د سولې عالي شورا تر اوسه له هغه سره يه تماس بريالي شوي نه دي.