تازه خبرونه

نن په کابل کې ناڅرګندو وسلواو درې کسان ووژل

Published

on

کابل پولیسو ویلي؛ نن سهار د کابل ښار اتمې ناحیې د معیوبینو ښارګوټي او کجل کلي په اړوند سیمو کې له دوه بېلابېلو پېښو دوه پوځي چارواکي او یو بل کس، چې پېژندل شوی ندی؛ د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

راپورونو په ډاګه کړي، چې ناڅرګند ولسوال له سیمې وتلي دي.

د کابل پولیسو پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې پولیسو د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده.

پولیس وایي؛ د ذبیح الله او سمیع الله په نوممونو د امنیتی ځواکونو د دوه غړیو په ګډون درې تنه په کابل کې له دوه بېلابېلو وسلوالو پیښو وژل شوي دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version