تازه خبرونه
نورالدین عزیزي د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ویلي، چې د دې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان پلاوي هم سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دې وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي پر مشرۍ یوه پلاوي د تاشکند د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ویلي، چې د دې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان پلاوي هم سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
عبدالسلام جواد آخوندزاده زیاته کړې: “ازبکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د تاشکند د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو غونډو کې د شویو پرېکړو او ژمنو تعقیب دی. دا کنفرانس یو له لویو سیمهییزو کنفرانسونو څخه دی، چې هر کال په یو شمېر هیوادونو کې ترسره کیږي.”
هغه څرګنده کړې: “د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو او وزیرانو پر کچه به د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو چارواکي د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.”
دغه راز د خصوصي سکټور غړي په داسې نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون له هېوادونو سره په ځانګړي توګه له مرکزي آسیا سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اړین ګڼي.
ویل کیږي، چې د پانګونې نړیواله غونډه هر کال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کیږي او د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو ولسمشران، وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي په کې ګډون کوي.