تازه خبرونه

نړیوال بانک د افغانستان کروندګرو ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۱

ملګرو ملتونو ویلي؛ نړیوال بانک تېره  ورځ په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو او زرګونه بېوزله کروندګرو ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو د رسنیو د فترد معلوماتو پر بنسټ دغه مرسته به د کرنې د ښه والي او په افغانستان کې د غنمو د تولید د ډېروالي لپاره ترسره شي.

نړیوال بانک ژمنه کړې، چې په دې وروستیو کې د افغانانو لوږه پراخه شوې؛ نو اوس اړتیا ده، چې په د دې هېواد د کرنیز تولید کیفیت ښه شي او خلک خواړو ته آسانه لاسرسی ومومي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو هم د کرنې  په سکتور کې د نړیوال بانک له مرستو هرکلی کړی  او څرګندوي، چې دا مرستې به د بزګرو پر فعالیتونو هم  غوره اغېزه وکړي.

د کرنې وزارت  ویاند زیاته کړې؛ د کرنی سکتور پراختیا او په دې برخه کې پانګونه کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند  مولوي مصباح الدین مستعین وایي: د افغانستان اوسنیو شرایطو ته له کتو مونږ ته د نړیوال بانک مرستی خورا مهمې دي او هر کلی یې کوو. دا مرستې به زمونږ د کرنې، مالدارۍ او باغ داری سکتور ته ګټه ور سوي.

د اقتصادي چارو کار پوهانو هم د نړیوال بانک له دې هڅې هرکلی کړی او څرګندوي، چې د کرنې وزارت باید له دې مرستو څخه د کرنیزې پراختیا لپاره ګټه  پورته  کړي او له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کیږي،  چې د افغانستان له کرنیز نظام  څخه د ملاتړ لپاره  خپلي مالي  او تخنیکي همکارۍ ډېرې کړي، چې د افغانستان کرنیز نظام معیاري او پخپلو پښو ودریږي.

د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش وایي: د نړیوال بانک دا مرستي کولی شي د هېواد په کرنیز نظام کې مثبت اغېز ولري. اسلامي امارت هم د نشه يي توکو کښتونه ختم کړل، نړۍ هم باید خپلې هڅې پراخه کړي او د کرنې سکتور ته د رادانګلو لپاره دا یو ښه فرصت دی.

د افغانستان د خصوصي سکتور غړي هم له نړیوالې ټولني غواړي، چې د افغانستان د کرنې له نظام سره خپل ملاتړ ډېر کړي، چې افغانستان په کور د ننه د کرنیزو محصولاتو له اړخه ځان بسیاینې ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version