تازه خبرونه
نړۍ باید افغانستان هېر نهکړي- د سره صلیب کمیټه
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه لوړپوړې چارواکې ویلي، افغانستان د خلکو له«سختو اړتیاوو» سره-سره د نړۍ په اجنډا کې کمرنګه شوی او نړیواله ټولنه باید افغان ټولنه یوازې پرېنږدي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې یو میلیون افغان ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳.۷ میلیون نور ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.
ملګرو ملتونو هم ویلي، د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
افغانستان اوس هم په ټوله نړۍ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د پېنځه سترو عملیاتي ماموریتونو په ډله کې دی؛ خو د بودجې کمښت دغه بنسټ اړ کړی، چې د خپلو فعالیتونو په اړه سختې پرېکړې وکړي.
پراز ډسموز ویلي:« د افغانستان خلک ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»
د سره صلیب نړیواله کمیټه په ټول افغانستان کې له ۴۶ روغتیايي او د بیارغونې اووه مرکزونو سره مرسته کوي او روغتیايي او بیارغونې خدمتونه وړاندې کوي، چې د شخړو یا ناچاوده مهماتو له کبله ټپیانو ته هم په کې خدمتونه ترسره کوي.
دغه بنسټ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت خلک هم لومړیتوب ګڼي او پر هغو کسانو راڅرخیږي، چې د افغانستان او پاکستان له شخړو زیانمن شوي دي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، د کرښې دواړو غاړو له ښکېلو لوریو سره د تعامل وړتیا دې بنسټ ته اجازه ورکوي، چې د کرښې په اوږدو کې له مېشتو ټولنو ملاتړ وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د تېر کال له اوکټوبر راپدېخوا ورو ورو زیاته شوې او تر پسرلي پورې یې دوام وکړ، چې له کبله یې په افغانستان کې زرګونه کسان بېځایه او سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
پراز ډسموز هم د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له لومړنیو زدهکړو وروسته زدهکړو او ځینو دندو ته د لاسرسي د محدودېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې ویلي، د سره صلیب نړیواله کمیټه کولی شي خپلې ښځینه کارکوونکې د روغتیايي ملاتړ په برخه کې وساتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې د نجونو او ښځو د زدهکړو مخنیوی به اوږدمهاله پایلې ولري.
هغې ویلي:« اصلي اندېښنه دا ده، چې وروسته به څه کېږي؟ ځکه که نوی نسل زدهکړې ونهکړي، بیا به یې بدیل نهوي.»
نوموړې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د خدمتونو د وړاندې کولو او ښځو ته د نږدې کېدا لپاره د هغوی شتون اړین دی.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې افغانستان ته د خپل یو اوونیز سفر پر مهال د ریاستالوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
هغې ویلي:« مهمه دا ده، چې له هغوی سره تعامل او خبرې وکړی شو.»
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ز. کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېد او اوس هم په نړیواله کچه د اړیکوله انزوا سره مخ دی؛ روسیه یوازنی هېواد دی، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
Germany allows IEA officials to enter country to coordinate deportations
Germany has tightened its migration policies under conservative Chancellor Friedrich Merz following years of accepting large numbers of refugees and asylum seekers.
Germany has authorised a team of Islamic Emirate of Afghanistan (IEA) representatives to temporarily enter the country to help coordinate the deportation of Afghan nationals, the German government said Monday.
A German Foreign Ministry spokesman told a press conference in Berlin that the government had approved the short-term entry of a “technical support team” with the aim of increasing the number of deportations to Afghanistan.
“It is in our interest that Afghan representations are able to provide consular services for the roughly 450,000 Afghan nationals in Germany and contribute in particular to return operations,” the spokesman said.
He said the representatives had undergone security checks, were not accredited as diplomats in Germany and would leave the country after a short stay.
Germany has tightened its migration policies under conservative Chancellor Friedrich Merz following years of accepting large numbers of refugees and asylum seekers. The government has said deportations to Afghanistan would primarily target convicted criminals.
However, Germany deported 23 Afghan men to Afghanistan last week, including some who had not been convicted of a crime, according to reports.
Human rights organisations have strongly criticised deportations to Afghanistan, citing concerns over the human rights situation and alleged abuses under the IEA.
تازه خبرونه
د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مخه د امریکا فشار نیولې – اسلامي امارت
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، پر ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو د امریکا فشار د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
مجاهد ویلي:« ښايي دوی دا په ښکاره ونه وايي او یا یې اعلان نه وي کړی، خو په ټوله کې داسې ښکاري، چې پر ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو فشار راوړل کېږي او له مونږ سره د تعامل مخه نیول کېږي. که داسې نه وای؛ تر اوسه باید تعامل شوی وای.»
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، ځینې هېوادونه اوس هم د نړۍ د سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي، چې له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا مخه نیسي.
هغه وایي:« هغه هېوادونه، چې له مونږ سره په جګړه یا شخړه کې ول یا ځینې هغه هېوادونه، چې اوس هم د همدغو سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي؛ په طبیعي ډول نهدي توانېدلي، چې د تعامل په برخه کې پرمختګ وکړي. پړه پر افغانستان نهده او د دوی سیاستونه له جګړې راپدېخوا بدل شوي نهدي.»
دغه راز شنونکیو ويلي، امریکا اوس هم د ډېرو هېوادونو پر بهرنیو سیاستونو د پام وړ اغېز لري.
د دوی پر باور، تر هغې، چې واشنګټن د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله نهکړي؛ د رسمیت پېژندنې پر لوري نور پرمختګ به هم له ستونزو سره مخ وي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصادي ګټو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
تازه خبرونه
افغانستان باید یوازې له امنیتي زاویې ونه څېړل شي- محمودخان اچکزی
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د مخالفانو مشر محمود خان اچکزي ويلي، افغانستان په سیمهییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي زاویې څېړل کېږي.
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
هغه زیاته کړې، د سیمې امنیتي ستونزې یوازې له افغانستان سره تړاو نهلري او د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د سترو او سیمهییزو هېوادونو د سیالیو رول هم باید په پام کې ونیول شي.
اچکزي ویلي؛ هغه ځواکونه او نیابتي ډلې، چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې ښکېل ول، د دغه هېواد په ویجاړۍ کې تاریخي مسوولیت لري.
-
لوبی1 day agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
څار3 days agoڅار: د سرحدي امنیت او خوندیتوب ډاډ
-
سیمه ییز خبرونه7 hours agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
