تازه خبرونه
نړۍ باید افغانستان هېر نکړي – د ازبکستان ولسمشر
شوکت میرضیایوف په سیمه کې د افغانستان د موقعیت پر اهمیت ټینګار وکړ؛ په نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د انزوا د مخنیوي غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو د پیل او د منځنۍ آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په تاشکند کې د پارلمانونو د نړیوالې ټولنې په یوسلو پنځوسمه غونډه کې له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او له نړۍ یې وغوښتل، چې افغانستان منزوي نکړي.
شوکت میرضیایوف په سیمه کې د افغانستان د موقعیت پر اهمیت ټینګار وکړ؛ په نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د انزوا د مخنیوي غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو د پیل او د منځنۍ آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
میرضیایوف ویلي؛ افغانستان باید د مرکزي آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه وګڼل شي، چې د پام وړ نااستعمال شوې سرچینې لري.
شوکت میرضیایوف وایي: “مونږ باید خپل ګاونډی افغانستان هېر نکړو. زمونږ په نظر دا د دې هېواد د انزوا مخنیوي، له اوسنيو چارواکو سره رغنده اړیکې رامنځته کولو او افغانستان ته د مرکزي آسیا د یوې برخې په توګه د نه کارول شوي ظرفیت په توګه د لیدلو لپاره ځانګړی اهمیت لري.”
دغه راز د دې ناستې په څنډه کې د ازبکستان ولسمشر د پاکستان د سنا له مشر یوسف رضا ګیلاني سره وکتل او د افغانستان له لارې د ترمز- پېښور د اوسپنېپټلۍ د پروژې د پلي کولو د چټکتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، په دې غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانسپورټ پروژو د چټکولو، د افغانستان د ټرانس دهلیز پراختیا او د سیمهییزې همکارۍ او بشري تبادلو پیاوړتیا په ګډون پر مهمو مسلو تمرکز وشو.
همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ازبکستان د ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي: “مونږ د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د څرګندونو او مثبت دریځ ستاینه کوو. په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، ټرانزیټي او پانګونې اړیکې ښې شوې دي. اسلامي امارت غواړي، چې خپلې اړیکې له ګاونډ هېوادونو، سیمې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره پراخې کړي.”
ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور د اوسپنېپټلۍ د جوړولو لپاره لارې یوه نقشه لاسلیک کړه، چې د سیمهییز اتصال او د افغانستان د اقتصادي ظرفیت د استخراج لپاره یو مهم ګام دی.
تازه خبرونه
تحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا
تازه خبرونه
د هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
\د افغانستان وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی؛ د هغو کسانو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، چې د اسلامي نظام اتحاد، اتفاق، هیبت او د مسلمانانو پت زغملی نشي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
د افغانستان ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د وسلهوالو ځواکونو چمتووالی او تجهیز پر مسلمانانو فرض دی او د افغانستان اسلامي امارت پخوانیو مسوولانو هم تل هڅه کړې، چې خپل مجاهدین پر هر راز شرایطو کې چمتو وساتي.
د ملي دفاع وزارت مسوولانو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو پر هر اړخیز چمتووالي پام ساتي.
دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزی قول اردوی د ښوونیز مرکز د اتم پداړ لپاره جوړ شوي وه، چې د ۱۵۳ منسوبینو پر فراغت ترسره شول.
تازه خبرونه
قزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
د اقزاقستان پر کوربتوب د افغانستان په اړه د تماس سیمهییزې ډلې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د منځنۍ آسیا( قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ) د هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
هغه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف هم په دې غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کولو او د سیمهییزې همکارۍ د پراخولو پر لوري حرکت وکړي.
دا غونډه د ګاونډ هېوادونو د هڅو ښکارندویي کوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ فرصتونه ترلاسه او سیمهییز ثبات او پرمختګ پیاوړی کړي.
-
سوداگري2 days agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
تازه خبرونه3 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
لوبی2 days agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت درې پاکستانيان د روژې پر درناوي خوشې کړل
-
تازه خبرونه3 days agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سوداگري2 days agoافغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړهلیکونو لاسلیک کړل
-
سوداگري2 days agoافغان لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي او صنعتي همکاریو د غځولو لپاره بیلاروس ته سفر کړی
