تازه خبرونه

نړۍ باید افغانستان هېر نکړي – د ازبکستان ولسمشر

شوکت میرضیایوف په سیمه کې د افغانستان د موقعیت پر اهمیت ټینګار وکړ؛ په نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د انزوا د مخنیوي غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو د پیل او د منځنۍ آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په تاشکند کې د پارلمانونو د نړیوالې ټولنې په یوسلو پنځوسمه غونډه کې له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او له نړۍ یې وغوښتل، چې افغانستان منزوي نکړي.

شوکت میرضیایوف په سیمه کې د افغانستان د موقعیت پر اهمیت ټینګار وکړ؛ په نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د انزوا د مخنیوي غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو د پیل او د منځنۍ آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

میرضیایوف ویلي؛ افغانستان باید د مرکزي آسیا د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه وګڼل شي، چې د پام وړ نااستعمال شوې سرچینې لري.

شوکت میرضیایوف وایي: “مونږ باید خپل ګاونډی افغانستان هېر نکړو. زمونږ په نظر دا د دې هېواد د انزوا مخنیوي، له اوسنيو چارواکو سره رغنده اړیکې رامنځته کولو او افغانستان ته د مرکزي آسیا د یوې برخې په توګه د نه کارول شوي ظرفیت په توګه د لیدلو لپاره ځانګړی اهمیت لري.”

دغه راز د دې ناستې په څنډه کې د ازبکستان ولسمشر د پاکستان د سنا له مشر یوسف رضا ګیلاني سره وکتل او د افغانستان له لارې د ترمز- پېښور د اوسپنې‌پټلۍ د پروژې د پلي کولو د چټکتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، په دې غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانسپورټ پروژو د چټکولو، د افغانستان د ټرانس دهلیز پراختیا او د سیمه‌ییزې همکارۍ او بشري تبادلو پیاوړتیا په ګډون پر مهمو مسلو تمرکز وشو.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ازبکستان د ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي: “مونږ د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د څرګندونو او مثبت دریځ ستاینه کوو. په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، ټرانزیټي او پانګونې اړیکې ښې شوې دي. اسلامي امارت غواړي، چې خپلې اړیکې له ګاونډ هېوادونو، سیمې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره پراخې کړي.”

ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو لپاره لارې یوه نقشه لاسلیک کړه، چې د سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان د اقتصادي ظرفیت د استخراج لپاره یو مهم ګام دی.

Trending

Exit mobile version