تازه خبرونه

نړۍ به ډېر ژر د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپېژني – مجاهد

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۰)

د اسلامي امارت ویاند په پکتیا کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې نړۍ به ډېر ژر د طالبانو حکومت پر رسمیت وپېژني او په بېلابېلو برخو کې به پروژې پیل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي نړۍ لیواله ده، چې حکومت مو پر رسمیت وپېژنې او په دې برخه کې طالب مشرانو هم هڅې پیل کړي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په افغانستان کې امنیت خوندي دی او هیڅ هېواد دې دا وېره نلري، چې له افغان خاورې به دوی ته ګواښ جوړشي.

 ذبیح الله مجاهد وایي؛ هیڅ هېواد دې دا وېره نلري، چې له افغان خاورې به دوی ته ګواښ جوړشي.

ذبیح الله مجاهد پکتیاوالو ته همداراز ډاډ ور کړ، چې ډېر ژر به د مچلغو بند په ګډون د هغو رغنیزو پروژو چارې ژر پیل شي، چې نیمګړې پاتې دي.

د پکتیا یو شمېر فعالانو هم له طالبانو وغوښتل، چې له نړۍ سره ښې اړیکې ولري او په هېواد کې د بیارغونې پر پروژو سربېره په پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د پام وړ کار وکړي، چې خلک ورته ډېره اړتیا لري.

خلک په ټوله کې له طالبانو غواړي، چې یو ټولمنلی حکومت رامنځته کړي، چې د هېواد هر قوم په کې ځان وګوري او د کورنیو جګړو د مخنیوي ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې هم پرېنږدي.

Trending

Exit mobile version