تازه خبرونه

د بریټانیا ځانګړي ځواکونه د « درانده جرمونو» پر تور له قضايي څېړنې سره مخ کېدی شي

په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي.

Published

on

 

د بریټانیا دفاع وزارت داسې اسناد موندلي، چې ښيي د دغه هېواد پوځي ځواکونه ښايي په افغانستان کې پر «دراندو جرمونو»؛ لکه وژنو او د سختو بدني زیانونو تورن شي. دا موضوع په لندن کې د بریټانیا په عالي محکمه کې وړاندې شوې ده.

په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي.

په دغو څېړنو کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳زېږدیزو کلونو ترمنځ د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغانانو د ناقانونه وژنو ادعاوې او له هغې وروسته د دغو پېښو د پټولو ادعاوې څېړل کیږي.

دغه قضیه د بریټانیا د شاهي پوځي پولیسو له‌خوا د ترسره شویو څېړنو د ناکافي‌والي ادعاوې هم څېړي.

د محکمې وروستۍ غونډه د یوه لوړپوړي بریټانوي سرتېري له قضیې سره تړاو لري، چې د «IIA126 شاهد» په مستعار نوم پېژندل کیږي. نوموړي د څېړنیزې کمیټې له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی، چې ده او د ده وکیلانو ته یې ځینو شواهدو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د دغه سرتېري مشر وکیل کیټ ګرینج استدلال کړی، چې دغه محدودیتونه د هغه موکل ته د هغو شواهدو د کتلو مخه نیسي، چې د یوه کس د سر پر ډزو د ویشتلو له ادعا سره تړاو لري. د ادعا له مخې، دغه کس ښايي د ډزو پر مهال ویده و او پېښه د یوه «قصدي نیولو عملیات» پر مهال شوې ده.

د څېړنې کمیټې له دې حقوقي غوښتنې سره مخالفت کړی او څرګندوي، چې دغه محدودیتونه د هغو شاهدانو د هویت خوندي کولو لپاره اړین دي، چې شواهد یې ډېر حساس بلل کیږي.

د څېړنې کمیټې وکیل جاناټان ګلاسون محکمې ته ویلي: د داسې اسنادو موندل، چې د دراندو جرمونو د احتمالي ترسره کېدا نغوته کوي؛ دا معنا نه لري، چې حتماً به کوم مشخص کس له جنایي تور سره مخ شي.

د دغو ادعاوو په اړه څېړنې روانې دي او تمه ده، چې محکمه به د وروستۍ حقوقي دعوې په اړه خپله لیکلې پرېکړه په بل وخت کې صادره کړي.

Trending

Exit mobile version