لوبی

هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بې‌برخې شو

نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.

Published

on

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بې‌برخې شوی دی.

پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.

نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.

راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.

د پانډیا نه‌شتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.

Trending

Exit mobile version