لوبی

هالنډ ملي لوبډلې له عربي متحده اماراتو څخه پر درې ویکتو لوبه وګټله

Published

on

د ۲۰۲۲ شل آوریزو لوبو د لومړي پړاو دوه یمه لوبه عربي متحده امارتو پیل کړه او د ۸ لوبغاړیو له سوځېدو سره یې ۱۱۱ منډې وکړې؛ خو هالیند د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو تاکلی هدف پوره او لوبه یې پر درې ویکتو وګټله.

د لومړي پړاو د لوبو په لړ کې نن یکشنبه دوه یمه لوبه د عربي متحده اماراتو او هالینډ ترمنځ ترسره شوه.

د ۲۰۲۲ شل آوریز کرکت نړیوال جام په لومړي پړاو کې ۸ لوبډلې ونډ لري، چې په دوه ګروپونو کې به سره ولوبیږي. په الف ګروپ کې سریلانکا، نامیبیا، عربي متحده امارات او هالیند او په ب ګروپ کې ایرلیند، ویست اندیز، سکاتلیند او زمبابوې برخه لري.

‌د لومړي پړاو دغه لوبې، چې نن یکشنبه پیل شوې د همدې میاشتې تر ۲۹ به روانې وي.‌ بیا به له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دوه یم پړاو ته لار مومي او هلته به له سته ۸ لوبډلو سره یو ځای کېږي.

د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.‌

افغانستان په لومړي‌ ګروپ کې له کوربه هېواد آسټرالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.

په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.

د کرکت نړيوال شل آوريز جام د لومړي پړاو په سياليو کې، چې په آسټراليا کې ترسره کیږي؛ نن دوه لوبې وشوې؛ لومړۍ لوبه د ناميبيا او سریلانکا تر منځ پای ته ورسېده، چې ناميبيا اړوند لوبه پر ۵۵ منډو وګټله.

د افغانستان د کرکت مینوال کولی شي د سکاتلیند او هالیند ترمنځ لوبه د دوشنبې پر ورځ د سهار په ۸:۳۰ له آریانا تلویزیوني شبکې څخه په ژوندۍ بڼه وګوري. د زمبابوې او ایرلینډ لوبه به هم د غرمې له ۱۲:۳۰ څخه په ژوندۍ بڼه له آریانا تلویزیون څخه ښودل کیږي.

د بشپړې خپرونې د مهالویش لپاره دا ځای کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version