تازه خبرونه
هرات موزیم د تاریخي آثارو د معیاري ساتنې له ودانۍ پرته ۱۰۰ کلن شو
د هرات ولایت موزیم سلمه کلیزه پوره شوه؛ خو اوس هم د لرغونو آثارو خونديتوب او نندارې ته د ایښودلو لپاره مناسبه ودانۍ نلري.
د اختیارلدین لرغونې کلا په یوه کونج کې د دې ولایت د موزیم دروزاه د خلکو پر مخ پرانیستې ده. دلته پېنځه سوه لرغوني آثار نندارې ته ایښودل شوي؛ خو له درې زره ډېر نور لرغوني اثار په ګډامونو کې په نامناسبه حالت کې ساتل کیږي.
د هرات موزیم له کلونو راپدیخوا مناسبه ودانۍ نهلري او تاریخي آثار یې په سم او معیاري ډول نهدي ساتل شوي، حکومت مني، چې د تاریخي آثارو د ساتنې او معیاري موزیم د جوړولو لپاره لږ کار شوی؛ خو د یوه ځانګړي موزیم د جوړولو هڅې روانې دي.
هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، چې اوسمهال د دغه ولايت په ګدامونو کې درې زره تاريخي آثار موجود دي، چې يوازې ٥٠٠ يې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني زیاته کړې، چې د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره د یوې ځانګړې او معیاري ودانۍ د جوړولو هڅې روانې دي.
فرهنګپال وايي، چې دا لرغوني توکي په مناسب ځای کې نه ساتل کیږي او پکار ده، چې د دغو ارزښتناکو آثارو د ساتنې لپاره په نړيوالو معيارونو سره يو ځانګړى ځاى جوړ شي.
د هرات د موزیم او ارشیف عمومي رییس عبدالجبار نورزي ویلي؛ اوسمهال که ټول تاریخي آثار راټول او نندارې ته وړاندې شي یو لوی ځای ته اړتیا ده، خو د هرات د موزیم مدیریت اړ شوی، چې په دغه ځای کې له درې زره تاریخي اثارو څخه یوازې ۵۰۰ یې نندارې ته وړاندې کړي.
حکومت په وار وار له خلکو غوښتي، چې تاریخي آثار دې موزیم ته وسپاري.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټینګار کوي، چې د لرغونو آثارو د ناقانونه کیندلو او د تاریخي آثارو د قاچاق مخه به ونیسي.