سوداگري

هره ورځ ۲۸۰ باروړونکي واګونونه د حیرتان بندر اوسپنې‌پټلۍ ته راځي

د حیرتان–  مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنې‌پټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.

Published

on

 

د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر اوسپنې‌پټلۍ ته هره ورځ د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه لږ تر لږه  ۲۸۰ باروړونکي واګونونه راځي. دا د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو له شبکې سره د افغانستان په نښلولو کې د دغه بندر د مخ پر زیاتېدونکي ارزښت ښکارندويي کوي.

د حیرتان–  مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنې‌پټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.

د حیرتان بندر د اوسپنې‌پټلۍ د ټرانسپورټ مشر سید قدیم کریمي د چین شینهوا خبري آژانس ته ویلي، چې سږ کال سوداګریز فعالیتونه زیات شوي او هره ورځ پر منځنۍ کچه له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ پورې واګونونه دغه بندر ته رسېږي.

هغه زیاته کړې، د دې اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته بېلابېل توکي؛ جامې، طبي وسایل، ماشین‌آلات او برښنايي وسایل لېږدول کېږي او په وروستیو کلونو کې له چین سره سوداګري هم پراخه شوې ده.

افغان سوداګر وايي، چې دې اوسپنې‌پټلۍ له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د وارداتي توکو لېږد یې آسانه کړی دی.

افغان سوداګر احمد آغا شینهوا خبري آژانس ته ویلي:« زمونږ توکي له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ له لارې رالېږدول کیږي او بیا یې په حیرتان بندر کې ترلاسه کوو.»

هغه هیله څرګنده کړې، چې د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا به له قزاقستان، روسیې او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

احمد آغا زیاته کړې، د توکو د لېږد د کچې زیاتوالي د سیمې اوسېدونکو ته د کار ډېر فرصتونه برابر کړي او هره ورځ سلګونه کارګران په دې بندر کې د کانټینرونو د تشولو او لېږدولو په برخه کې کار کوي، چې د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي.

د حیرتان اوسپنې‌پټلۍ د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګرۍ کې له ۲۰۱۶ز.کال راپدېخوا مهم رول لوبوي؛ هغه مهال په یوه تجربوي پروګرام کې د چین لومړني باروړونکي واګونونه حیرتان ته راورسېدل. په ۲۰۱۹ز.کال کې افغانستان هم چین ته د تالک پوډرو د څو کانټینرونو پر لېږلو خپل لومړني صادراتي واګونونه واستاوه.

د حیرتان اوسپنې‌پټلۍ اوس هم د افغانستان د وارداتو او صادراتو له مهمو ټرانسپورټي لارو څخه ده، چې هېواد له قزاقستان، قرغزستان، روسیې، چین او اروپا سره نښلوي.

Trending

Exit mobile version