سیمه ییز خبرونه

هندي میلیارډر ګوتم اداني د امریکايي چارواکو لخوا د فساد او رشوت ورکولو طرحه رد کړه

امریکایي چارواکو ګوتم اداني د هغه وراره ساګر داني او د اداني ګرین ګروپ سی ای او وینټ ایس جین د هند لپاره د سولر برښنا قراردادونو خوندي کولو لپاره د ۲۶۵ میلیون ډالرو رشوت ورکولو تور لګولی او امریکایي پانګه اچوونکي یې ګمراه کړي دي.

Published

on

د اداني ګروپ بنسټ ایښودونکي او هندي میلیارډر ګوتم اداني د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ لسمه) د امریکايي چارواکو لخوا د فساد او رشوت اخیستنې تورونه رد کړل او څرګندوي، چې اداني ګروپ له نړیوالو مقرراتو سره سم عمل کړی دی.

امریکایي چارواکو ګوتم اداني د هغه وراره ساګر داني او د اداني ګرین ګروپ سی ای او وینټ ایس جین د هند لپاره د سولر برښنا قراردادونو خوندي کولو لپاره د ۲۶۵ میلیون ډالرو رشوت ورکولو تور لګولی او امریکایي پانګه اچوونکي یې ګمراه کړي دي.

اداني ګروپ د امریکا تورونه رد کړي او هغه یې “بې اساسه” بللي او ژمنه یې کړې، چې ټولې شونې قانوني لارې به وڅاري.

د اداني د څرګندونو له مخې: له دوه اوونیو څخه لږ مخکې، مونږ د امریکا لخوا له یو لړ تورونو سره مخ شوو. دا لومړی ځل ندی، چې مونږ له داسې ننګونو سره مخ یوو.

نوموړي پرته له جزئیاتو ویلي په نننۍ نړۍ کې منفي کړنې د حقایقو پر پرتله چټکې خپریږي او لکه څنګه، چې مونږ د قانوني بهیر له لارې کار کوو، زه غواړم له نړیوال اطاعت څخه خپله بشپړه ژمنتیا بیا تائید کړم.

اداني، چې د هند په شمالي ښار جیپور کې خبرې کولې وایي: هغه څه، چې زه تاسې ته ویلای شم هغه دا دی؛ هر برید مونږ پیاوړي کوي او هر خنډ د یو ډېر مقاومت لرونکي اداني ډلې لپاره پر حوصلې بدلیږي.

په هند کې ډېري اپوزیسیون ګوندونه د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او بهارتیا جنتا ګوند تورنوي، چې د اداني ملاتړ کوي او په هند کې د هغه پر ضد د تحقیقاتو مخه نیسي؛ خو د مودي ګوند دواړه تورونه رد کړي دي.

حکومت تر اوسه د دادني پر وړاندې د جرم د اعلان په اړه تبصره نده کړې؛ د مودي بهارتیا جنتا ګوند ویلي، چې دوی د عدني د دفاع لپاره هیڅ دلیل نلري او زیاتوي، چې ګوند د صنعتکارانو خلاف ندی او دوی یې د ملت جوړونې لپاره په هڅو کې شریک ګڼي.

د اداني ګروپ لوی مالي افسر د جمعې پر ورځ دا تورونه رد کړل او د هند حکومت وویل، چې دوی په دې اړه د متحده ایالاتو څخه هیڅ غوښتنه نده ترلاسه کړې.

Trending

Exit mobile version