تازه خبرونه

هند او اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بیړني اوربند غوښتونکي شول

Published

on

اروپایي ټولنې او هند دواړو په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د معنادارې سولې د رامنځته کولو لپاره له شرط  پرته د جګړې درول اړین دي.

په لندن کې د جي-۷ هېوادونو دغونډې په څنډه کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیر جوزپ بوریل او د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمنیم جیشنکر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د سولې یو بریالی بهیر ښه باور، سیاسي حل، ډاډمنې ژمنې او د طالبانو ښکیلتیا ته اړتیا لري. دواړو لوریو د دې ډاډ په تکرارولو ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو ډلو لخوا د هند او اروپايي اتحادیې امنیت ته د ګواښ په توګه ونه کارول شي.

دواړو لوریو په کلکو ټکو کې د ټولو تروریستي هڅو غندنه کړې او د ترورېزم د تمویل، زیربناوو او د دوی د افراطي بڼو پر له منځه وړلو یې ټینګار وکړ او وایي، چې افغانستان به بیا هیڅکله د نړیوال تروریزم لپاره امن ځای نه وي.

د دواړو خواوو د ډیموکراسۍ، آزادۍ، د قانون حاکمیت او بشر حقونو ته د درناوی پر بنسټ د بین الافغاني او سیمه ییزو مسلو په اړه همکارۍ ته ژمنتیا څرګنده کړه او د افغانستان له سولې، امنیت، په ځان بسیاینې او هوساینې یې ملاتړ وکړ.

دوی د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د درناوي او ساتنې غوښتنه کوي او د افغانانو پر مشرتابه او مالکیت د سولې بهیره روان ساتل غواړي.

هغو په دې اړه ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول سیاسي جوړجاړی باید د ښځو، ځوانانو او لږه کیو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او اساسي آزادیو ساتنه وکړي او دغه سیاسي حل باید اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي او پرمختیايي لاسته راوړنو ته په نغوته کې باید ډیموکراټیک بنسټ ولري.

بوریل او جیشنکر ټینګار کړی، چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې د سولې او جوړجاړی له پایلې سره تړلې دي.

دوی د افغانستان د ملي ځواکونو او ملکي وګړیو پروړاندې تاوتریخوالی او موخه ییزې وژنې د نه منلو وړ بولي او غندنه یې کوي.

د هندي او اروپایي استازیو په څرګندونو کې راغلي، چې په افغانستان کې امنیت په سیمه ییزه کچه د سیمې له امنیت سره تړلی دی.

دوی د افغانستان له ګاونډ هېوادونو او سیمه ییزو شریکانو غوښتي، چې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version