تازه خبرونه

هند د اسټرالیا پر ماتولو د اتلانو جام پایلوبې ته لار پیدا کړه

په دې لوبه کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه؛ خو ټول لوبغاړي یې په ۴۹.۳ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۲۶۴ منډې یې جوړې کړې.

Published

on

د هند کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اتلانوجام په لومړۍ نیمه پای لوبه کې اسټرالیا ته پر څلورو ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته رسېدلې لومړۍ لوبډله شوه.

لوبه په دوبۍ کې وشوه؛ هند د اسټرالیا د ۲۶۵ منډو هدف پوره کړ او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

په دې لوبه کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه؛ خو ټول لوبغاړي یې په ۴۹.۳ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۲۶۴ منډې یې جوړې کړې.

په دواړو لوبډلو کې د اسټرالیا لوبډلې سټیون سمیت د ۷۳ منډو پر جوړولو وځلیدو او د هندي توپ‌اچوونکو په منځ کې محمد شامي د درې اسټرالیایي لوبغاړو پر ځوځولو ښه وځلیدل.

په دوه‌یمه پاڼۍ کې هند، چې د ویرات کوهلي پر مشرۍ وکولی شول، چې په ۴۸.۱ اورونو کې یې ۲۶۷ منډې پر جوړولو خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې وګټله.

ویرات کوهلي په یوازې ځان ۸۴ منډې وکړې او د هند په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. دا لوبغاړی په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

هند په فاینل کې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا ترمنځ د نن ورځې د لوبې له ګټونکي سره لوبه کوي.

ټاکل شوې، چې د اتلانو جام وروستۍ لوبه د یکشنبې پر ورځ، د کب پر نولسمه ترسره شي.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینه وال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

د لوبو د معلوماتو او مهالوېش د لیدلو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وکورئ.

Trending

Exit mobile version