تازه خبرونه
هند په کابل کې خپلې سفارتي چارې بیا پیل کړې
هندي رسنیو څرګنده کړې، چې هند د پنجشنبې پر ورځ له لس میاشتني ځنډ وروسته د یوې تخنیکي ډلې پر استولو یو ځل بیا خپل سفارت په کابل کې پرانیست.
دا هڅه له هغې څو اوونۍ وروسته ترسره کیږي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړي چارواکي جې پي سینګ په مشرۍ یوه پلاوي کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.
د هند سفارت په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ترکیې، قطر، سعودي عربستان، اندونیزیا، اروپايي ټولنې او د منځنۍ آسیا د څلور هېوادونو په ګډون پېنځلسم سفرت دی، چې په افغانستان کې پرانیستل کیږي.
هند په ډاګه کړې؛ د بشردوستانه مرستو د اغېزمنو رسولو، د بېلابېلو اړخونو د هڅو د نږدې څارنې او همغږي کولو او له افغانانو سره زمونږ د ښکېلتیا لپاره زمونږ یوه تخنیکي ډله نن کابل ته رسیدلې او په سفارت کې ځای پرځای شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په دې ځرګندونه کې د دې پرېکړې لامل له افغانانو سره د هند تاریخي او مدني اړیکې ښودل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو لپاره د هند له دې هڅې هرکلی کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد له هند غوښتي، چې له افغانانو سره بشري مرستې روانې وساتي.
هند په داسې حال کې افغانستان ته د زلزله ځپلیو لپاره د مرستو لومړۍ ټولګه رالېږلې، چې ترې په خوست او پکتیکا له رامنځته شوي ناورینه له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له زرګونه ډېر نور ټپیان دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا مرسته د هندي ډلې لخوا، چې د هند د هوایي ځواک ایلیوشین ـ۷۶ په الوتکه کې سفر کوي؛ له تېر کال راپدیخوا لومړنۍ الوتنه ده.
دغه راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هند او نورو هېوادونو کې له روزل شویو افغان پوځيانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ټویټ کړی: په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان زدکوونکي زمونږ د ملي ځواک کدرونه دي. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چمتو دی، چې دغه فارغان د دوی د زدکړ او څانګې له مخې استخدام کړي. هیله ده، چې هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.