تازه خبرونه
هڅه کوو ښځو ته د کار او تعلیم خوندي چاپېریال رامنځته کړو
د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي احکامو او لارښوونو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقوق ورکړي او درناوی یې کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې د پخوا په څېر پر تشو شعارونو او دروغجنو وعدو ښځې وغولوي او د پروژو او پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې د وسیلې په توګه وکاروي.
اسلامي امارت په رښتینې معنا غواړي د ښځو پت، عزت او ناموس خوندي کړي، چې د دنیا او آخرت نیکمرغي ورپر برخه شي.
مولوي عبدالکبیر وایي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې په ټولنه کې ښځو ته د کار و سوداګرۍ تر څنګ خوندي تعلیمي چاپېریال برابر کړي او غواړي، چې ښځې په هر ډګر کې د اسلام او ملي فرهنګ په چوکاټ کې ځان ډاډمن وویني او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.
