تازه خبرونه
هیڅوک زمونږ ویاړونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کولی نهشي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ (د زمري ۲۸) په یوه اعلامیه کې له انګریزانو څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي څرګنده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې د اسلامي شریعت پر بنسټ پر سالمو اړیکو ټینګار څرګند کړ.
په اعلاميه کې څرګنده شوې؛ د افغانستان ملت دا يو ستر وياړ ګڼي، چې په تېره يوه پېړۍ کې يې د درې امپراتوریو لښکرې له خپل هېواده شړلي دي.
په اعلامیه کې راغلي: د الله تعالی پر فضل د افغانانو پر لاس د انګریزي ښکېلاک ماتې، د سرو لښکرو له ماتې او د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د امریکايي او ناتو ځواکونو ماتو وښودله، چې افغانستان یو نه ماتېدونکی هېواد دی؛ خلک یې پیاوړي، متحد، مسلمان او خپلواکۍ غوښتونکي دي.
اسلامي امارت دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو هیڅکله د نورو هېوادونو او ولسونو د زیانمنولو اراده نهده کړې؛ خو له بده مرغه نورو زبرځواکونو د دوی حقونه او خپلواکي تر پښو لاندې کړې، چې هیڅ پایله یې نهده لرلې او د الله پاک پر مرسته ظالمان پخپلو کړنو پښېمانه شوي هم دي.
دغه راز ویل کیږي، چې اسلامي امارت د یو خپلواک او مشروع نظام په توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت پر بنسټ پر غوره او سالمو اړیکو باور لري او لکه څنګه، چې یې هیڅکله پر هیچا د ظلم او ضرر اراده نهده لرلې؛ نو له نورو هم د داسې یوې پالیسۍ د غوره کولو غوښتنه کوي، چې په کې د ټولو خیر او هوساینه نغښتې وي.