تازه خبرونه
هیڅ ډلې ته به د افغانستان د امنیت ګډوډولو اجازه ورنهکړ شي
محمد اسماعیل غزنوي مخالفانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړې؛ هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنهکړ شي، چې د افغانستان امنیت وګواښي.
د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي او د اسلامي امارت د دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت په بېلابېلو څرګندونو کې د هېواد پر امنیت او د هر ډول امنیتي ګواښونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
محمد اسماعیل غزنوي مخالفانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړې؛ هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنهکړ شي، چې د افغانستان امنیت وګواښي.
هغه له مخالفانو غوښتي، چې له ورانکارۍ لاس واخلي او د هېوادوالو امنیت ګډوډ نه کړي.
نوموړي ویلي:« په تېرو شل کلونو کې هغه مهال، چې د ناټو او امریکا ځواکونو ملاتړ درسره و؛ څه مو وکړل؟ مونږ ستاسو پر ضد د مبارزې او جګړې تجربه لرو او ښايي پر هېواد د واکمنېدا هیله مو له ځان سره ګور ته یوسئ.»
هغه له مخالفانو وغوښتل، چې د اوسني امنیت ارزښت وپېژني او که کومه ستونزه لري؛ د خبرو له لارې یې حل کړي.
دغه راز د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي؛ امنیتي ځواکونه به هیچا او هیڅ ډلې ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان د اسلامي امارت د ځینو مخالفانو ملاتړ کړی؛ خو هغوی د اسلامي امارت د ځواکونو د مقاومت پر وړاندې ناکام شوي دي.
هغه د سرحدونو د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو له بشپړ چمتووالي خبر هم ورکړی او ګواښ کوی، چې د ناامنۍ د رامنځته کولو هره هڅه به له پرېکنده غبرګون سره مخ شي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په وروستۍ نښته کې، چې یوې وسلهوالې ډلې غوښتل د چترال د شاهسلیم سیمې له لارې د زیباک ولسوالۍ ته ننوځي، لږ تر لږه پېنځه تنه وژل شوي، یو شمېر نور پاکستان ته تښتېدلي او د «آزادۍ جبهې » یو قومندان هم د نښتې او د امنیتي ځواکونو د تعقیبي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.