تازه خبرونه

هیچا ته په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه‌ورکوو – عبدالغني برادر

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او هیچا ته هم اجازه نه ورکوو، چې په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزاریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې نن شنبه ( د وږي ۱۱ ) ترسره شوه، دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.

ملا برادر ويلي، چې له لسيزو جګړو راوروسته په افغانستان کې يو خپلواک او متحد نظام رامنځته شوى او له ګاونډ هېوادونو سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخې شوې دي.

هغه ټینګار کړی؛ د دغو اړیکو د نور ټېنګښت لپاره د ایران او نورو ګاونډ هېوادونو لپاره لازمه ده، چې اساسی ګامونه پورته او بل چا ته موقع ورنه‌کړی، چې دغه اړیکې خرابې کړي.

د ایران سفارت ړ خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ایران سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او تل یې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو هڅې کړې دي.

حسن کاظمي قُومي زیاته کړې؛ تهران لیواله دی، چې د اقتصادي، زراعتي او صنعتي برخو تر څنګ د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په برخه کې هم همکارۍ وکړي.

هغه ويلي، چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ډلې په حقيقت کې د يادو شويو مسايلو په اړه خبرې اترې کوي.

 

Trending

Exit mobile version