تازه خبرونه
هېوادونه هیله من دي، چې اسلامي امارت به په راتلونکیو غونډو کې ګډون وکړي – ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش څرګنده کړی، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي هیله من دي، چې اسلامي امارت به د دوی په راتلونکیو غونډو کې حضور ولري.
ګوترش د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې دېرشمه / د فبرورۍ نولسمه ) په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته یوې خبري غونډې ته څرګنده کړه، چې دوی په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د واکمنو چارواکو د حضور د شرایطو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.
ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې په دوهیمه غونډه کې ګډون وکړي؛ خو اسلامي امارت د خپلو شرطونو د نه منلو له کبله په غونډه کې ګډون ونهکړ او هغه یې بې ګټې یاده کړه.
ګوترش زیاته کړې؛ د اسلامي امارت شرایط د منلو وړ نهول.
هغه په دې اړه ویلي: د دې شرایطو منلو له هر څه مخکې له مونږ څخه د افغان ټولنې له نورو استازو سره د خبرو حق انیسته.
د ملګرو ملتو عمومي منشي ویلي، چې د هېوادونو یو له اصلي هدفونو څخه په افغانستان کې د کړکیچ د اواري لپاره د یوې داسې لارې نقشې جوړول دي، چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت اندېښنې په کې له پامه ونهغورځول شي.
ګوټریس څرګنده کړې، چې د غونډې ګډونوال د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیز په اړه پوره هوکړې ته ورسیدل.
یو له وړاندیزونو څخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل دي، چې اسلامي امارت رد کړی دی.
ګوټریس زیاته کړې؛ هغه به د مشورې یو بهیر پیل کړي او وبهوګوري، چې ایا د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکلو شرایط رامنځته شوي او که نه.
هغه په ډاګه کړه، چې وړاندیز شوی استازی کولی شي د همغږي کوونکي رول ولوبوي او له افغان چارواکو سره په اغېزمنه توګه کار وکړي.
ګوټرش ویلي، چې له یو شمېر هېوادونو څخه د اړیکې ډلې پر رامنځته کولو هم بحثونه شوي، چې کولی شي د حکومت له چارواکو سره د اړیکو لپاره غوره همغږي رامنځته کړي.
هغه دا هم څرګندوي، چې په دې ډله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي، ګاونډ هېوادونه او مرستندویه هېوادونه هم ونډه لرلی شي؛ خو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه پرېکړه به د غړیو هېوادونو پورې اړه لري.
هغه زیاته کړې: زه باور لرم، چې دا د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د همغږۍ د رامنځته کولو یوه ښه لار ده.
د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوهیمه غونډه د دوشنبې پر ورځ په دوحه کې پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلامي امارت د افغانستان د یوازني استازي او د تعامل لپاره د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.