تازه خبرونه

وسله‌وال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنې دفاع ته چمتو دي – فصیح‌الدین فطرت

فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.

Published

on

 

د افغانستان ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، وسله‌وال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د خلکو د امنیت ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پرمختللیو وسلو په کارولو کې روزنه او عصري پوځي تجهیزاتو ته لاسرسی د وسله‌والو ځواکونو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.

هغه ویلي؛ د پیاوړي پوځ د جوړولو موخه پر نورو هېوادونو تېری نه، بلکې د احتمالي تېري او زور زیاتي پر وړاندې د افغانستان دفاع ده.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د پوځ او اقتصاد په برخو کې پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان اقتصاد او چارې تر خپلې څارنې لاندې راولي.

فطرت د پاکستان له‌خوا د سرحدي لارو د تړل کېدا په اړه ویلي، چې دغه هېواد د صادراتو پر مهال لارې تړي او د وارداتو پر مهال یې پرانیزي؛ خو اسلامي امارت د دې ډول پرېکړو پر وړاندې اقدام کړی دی.

نوموړي ویلي، چې افغانستان په تېرو پنځه کلونو کې له امنیت او آرامۍ برخمن پاتې دی او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی دی؛ خو ځینې هېوادونه دا وضعیت نه‌شي زغملی او د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کوي.

هغه له هغو کسانو، چې د بهرنیانو په لارښوونه فعالیت کوي؛ غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او ځانونه عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.

نوموړي خبرداری ورکړی، که دغه کسان یو ځل بیا د بهرنیانو پر لارښوونه د پاڅون هڅې وکړي؛ له مجهزو وسله‌والو ځواکونو سره به مخ شي.

فطرت د پاکستان د چترال د غرونو د هغو ویډیوګانو په اړه هم غبرګون ښودلی، چې د بدخشان د سیمو پر نوم خپرې شوې دي.

هغه ویلي، د بدخشان په غرونو کې هیڅوک شتون نه‌لري؛ امنیتي او استخباراتي ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې فعال دي.

نوموړي مخالفې جبهې نمایشي بللي او څرګندوي، چې غړي یې د بهرنیانو پر لارښوونه په پاکستان کې میشت دي او په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو وړتیا نه‌لري.

هغه ډاډ ورکړی، چې وسله‌وال ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د هغوی د آزاد ژوند مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version