سوداگري

ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بودجه رد کړه

Published

on

ولسي  جرګې نن (چارشنبه د مرغومي ۱۰) د رایو پر اکثریت د راتلونکي مالي کال( ۱۴۰۰ ل.هـ ) بودجه رد کړه.

د پارلمان غړيو ويلي، چې په دې مسوده کې ستونزې وې او احتیاطي کودونو ته ډېرې افغانۍ ځانګړې شوې وې.

د پارلمان غړيو څرګنده کړې؛ ۱۳ میلیارد افغانۍ یو ناڅرګند احتیاطي کود ته او ۲ میلیارد نورې ۹۱ او ۹۲ کودونو ته ځانګړې شوې وې، چې پارلمان ته د منلو وړ ندي.

د ملي بودجې دغه مسوده د نومبر په میاشت کې د کابینې لخوا تصویب شوې وه او وروسته د هېواد د ادارو په غوښتنه تعدیل شوې ده.

کابینې د اقتصاد وزارت د درې اعشاریه څلور میلیون ډالرو مرستې هغه غوښتنه منلې وه، چې یو اس ای آی ډي د کرونا ویروس پروژې ته ځانګړې وه.

کابینې د مالیې او لوړو زدکړو وزارتونو هغه مسوده هم تصویب کړې وه، چې د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې یو اعشاریه پېنځه میلیون ډالره دې د هلمند پوهنتون د ودانۍ د جوړولو لپاره ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي وه؛ پارلمان پر داسې یو پلان کار کوي، چې له مخې به یې د دولتي کارمندانو معاشونه او حقونه مساوي شي.

رحماني زیاته کړې، چې دا پلان به پلی کوي.

نوموړي دغه راز د جرګې مالي او بودیجې کمېټې ته سپارښتنه کړې، چې دا طرح د راتلونکي کال په بودیجه کې ځای کړي.

Trending

Exit mobile version