تازه خبرونه

ټاکل شوې د کابل او تهران تر منځ د هر اړخیزو همکاریو سند لاسلیک شي- سرچینې

Published

on

یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکیو درې میاشتو کې دننه د کابل او تهران تر منځ د هر اړخیزو همکاریو سند لاسلیک شي.

د هر اړخیزو همکاریو د سند له مخې؛ ایران له افغانستان سره په اقتصادي، فرهنګي، ښونیزو، او د امنیتي ګواښونو د لیرې کولو په برخو کې همکاري کوي او پرځای یې غواړي، چې افغانستان د هامون او هیرمند د اوبو په اړه له خپل دریځ تېر شي.

د افغانستان بې پوښتنې اوبه! آیا کابل او تهران د هیرمند د اوبو په اړه کومې هوکړې ته رسیدلي؟

د اوبو او برښنا وزارت پخواني وزیر علي احمد عثماني ویلي؛ بېوسه هېواد، چې د مالکیت حق غواړي؛ باید ثابته کړي، چې حق لري او یا شونې وي، چې حق ثابتولی شي. کلونه یې له دې اوبو ګټه اخیستې او، چې ثابته یې نکړه بیا؛ نو خبر خلاصه ده.  

دا هراړخیز سند څه شی دی؟

دا سند د ۵ کمیتو لرونکی دی؛ د اوبو کمیته، د کډوالو چارو کمیته، فرهنګي کمیته، امنیتي کمیته او د اقتصاد و ترانزیت کمیته.

افغانستان او ایران څو کاله مخکې د دغه سند د لاسلیک په اړه خبرې پیل کړي؛ هغه مهال حنیف اتمر د ملي امنیت شورا سلاکار و او اوس، چې د بهرنیو چارو وزارت ته راغلی؛ نو ټاکل شوې، چې تر راتلونکیو درې میاشتو دا سند وروستی او لاسلیک شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي؛ پر اوبو د شخړې پر ځای باید د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري رامنځته شي. دا به سمه نه ، چې د پولې د یوې خوا خلک تږي وي او بله خوا ښه خړوبه!

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له ځواب ویلو ډډه کړې؛ خو تمه لري، چې د دې سند لاسلیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو ننګونه پای ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version