تازه خبرونه
ټرمپ د بایډن پر پرتله له اسلامی امارت سره تعامل ته ډېر لیواله دی
په واشنګټن کې د ووډرو ویلسن په نړیوال مرکز کې د جنوبي آسیا د اندتون رییس مایکل کوګیلمن په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ټرمپ به د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت له مبارزې ستاینه وکړي.
یوه نامتو امریکايي شنونکي ویلي، چې د امریکا غوره شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د دغه هېواد د اوسني ولسمشر جوبایډن پر پرتله له اسلامي امارت سره اړیکو ته ډېره لیوالتیا ولري.
په واشنګټن کې د ووډرو ویلسن په نړیوال مرکز کې د جنوبي آسیا د اندتون رییس مایکل کوګیلمن په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ټرمپ به د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت له مبارزې ستاینه وکړي.
له دې مخکې کوګیلمن ویلي وه؛ که ټرمپ ولسمشر شي، په افغانستان کې به د نجونو د زدهکړو او بشري حقونو مسلو ته لږ پام وکړي.
اسلامي امارت هم هیله من دی، چې د ټرمپ له بیا واکمنېدو سره به د کابل او واشنګټن په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ رامنخته شي.
