تازه خبرونه

ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس

کورتولموس د ترکیې په پارلمان کې ویلي: “هیڅ ځواک به نتانیاهو د دې جرمونو له مسوولیته ونشي ژغورلی.” حتا د ټرمپ هڅې به هم پایله ورنکړي؛ نتانیاهو او د هغه ډله به په نړیوالو محکمو کې ځوابویونکی وګڼل شي. “د دې عامو قتلونو او نسلي وژنو پوښتنه به بشریت وکړي.”

Published

on

د ترکیې د پارلمان رییس نعمان کورتولموس د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې غزه به د فلسطینیانو وي او ټینګار یې کړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به خامخا په نړیوالو محکمو کې محاکمه کیږي.

کورتولموس د ترکیې په پارلمان کې ویلي: “هیڅ ځواک به نتانیاهو د دې جرمونو له مسوولیته ونشي ژغورلی.” حتا د ټرمپ هڅې به هم پایله ورنکړي؛ نتانیاهو او د هغه ډله به په نړیوالو محکمو کې ځوابویونکی وګڼل شي. “د دې عامو قتلونو او نسلي وژنو پوښتنه به بشریت وکړي.”

غزه د فلسطینیانو ده او تر قیامته به د فلسطین برخه وي. “غزه داسې ارزانه ملکیت ندی، چې ستاسې پر شرکتونو پر ټیټه بیه وپلورل شي.”

کورتولموس ټرمپ ته خبرداری ورکړ، چې “هغې دعا ته، چې د قبول وړ نده؛ باید آمین ونه وايي.”

هغه ويلي: “زه غواړم ووایم، چې دا د نړۍ او منځني ختیځ د سولې لپاره اړینه ده، چې نوموړی سمدلاسه له دې تېروتنې تېر شي.”

“دوی دې د ویتنام، افغانستان، عراق او د غزې درس نه هېروي؛ دوی حق نلري، چې منځنی ختیځ له یوه نوي ناورین سره مخ کړي. ټول خلک او حکومتونه به په منځني ختیځ کې د دې پرېکړې مخالفت وکړي. “دا ډول سپارنه به هیڅکله ونشي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي وه؛ غواړي فلسطینیان نورو هېوادونو ته ولېږدوي، د غزې کنټرول تر لاسه او بیا یې ورغوي.

دا نظریه او مفکوره پر نړیواله کچه غندل شوې ده.

Trending

Exit mobile version