نړۍ

ټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د دفتر مرستیال رییس سټیفن میلر او د بودجې رییس راسل ووټ د روان کال له اپریل راپدېخوا د سپینې ماڼۍ له حقوقي دفتر سره پر هغو اجرائیوي اقداماتو کار کوي، چې ټرمپ یې د کډوالۍ، ګمرکي تعرفو، د کورونو لګښتونو او فډرالي لګښتونو په برخو کې د کانګرس له تصویب پرته پلي کولی شي.

Published

on

 

رویټرز خبري آژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي او دوه نورو باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ له څو میاشتو راپدېخوا د کانګرس د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د ډیموکراټانو د بریا احتمال ته چمتووالی نیسي او داسې پلانونه جوړوي، چې له مخې یې ټرمپ وکولی شي د کانګرس له تصویب پرته د اجرائیوي واکونو پر کارولو د خپلې اجنډا مهمې برخې پر مخ یوسي.

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د دفتر مرستیال رییس سټیفن میلر او د بودجې رییس راسل ووټ د روان کال له اپریل راپدېخوا د سپینې ماڼۍ له حقوقي دفتر سره پر هغو اجرائیوي اقداماتو کار کوي، چې ټرمپ یې د کډوالۍ، ګمرکي تعرفو، د کورونو لګښتونو او فډرالي لګښتونو په برخو کې د کانګرس له تصویب پرته پلي کولی شي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف او ډله یې دا هم څېړي، چې ټرمپ په قانوني توګه له کانګرس پرته څه کولی شي، د واک حدود تر کومه پراخولی شي او که دغه پرېکړې په محکمو کې وننګول شي څنګه ترې دفاع کولی شي.

د راپور له مخې؛ د سې‌شنبې ورځې منځمهالې ټاکنې یوه ځانګړې سیاسي معادله رامنځته کوي؛ د کانګرس د کنټرول پر ترلاسه کولو به ډیموکراټان وکولی شي د ټرمپ د حکومت کړنې وڅېړي، د هغه د قانوني طرحو مخه ونیسي او د لګښتونو لومړیتوبونه یې محدود کړي؛ خو ټرمپ به د سوداګرۍ، بهرني سیاست او فډرالي ادارو په چارو کې خپل پراخ اجرائیوي واکونه وساتي.

ټرمپ ویلي، که جمهوري‌پال د کانګرس کنټرول له لاسه ورکړي؛ ښايي د یوې یا دوه میاشتو لپاره د ډیموکراټانو له طرحو سره مخالفت وکړي او ویټو یې کړي، خو وروسته به له هغوی سره جوړجاړي ته ورسېږي.

هغه د نیویارک پوسټ ورځپاڼې له پوډکاسټ سره په مرکه کې ویلي:« ګومان کوم د ویټو ښاغلی به شم او وروسته به په یوه پړاو کې ښايي هوکړې وکړو.»

ډیموکراټان د استازو په جرګه کې د جمهوري‌پالو د ۲۱۸ پر ۲۱۴ څوکیو اکثریت د له منځه وړلو لپاره د څلور نورو څوکیو ګټلو ته اړتیا لري.

دغه راز په سنا کې د جمهوري‌پالو د ۵۳ پر ۴۷ څوکیو اکثریت د بدلولو لپاره هم څلور نورې څوکۍ ګټل اړینې دي.

د نظرپوښتنو له مخې، ډیموکراټان د استازو جرګې د ګټلو چانس لري؛ خو د سنا پایله اوس هم روښانه نه‌ده.

د راپور له مخې، ټرمپ په تېره یوه میاشت کې د جمهوري‌پالو د اکثریت ساتلو لپاره د امریکا بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي؛ خو مرستیالان یې پر پټه د ۲۰۲۷ز. کال لپاره د یوه بل سیاسي وضعیت پر وړاندې چمتووالی نیسي.

سپینې ماڼۍ د جمهوري‌پالو د احتمالي ماتې په اړه اندېښنې رد کړي او رسنۍ یې د ناسمې څرګندونې پر خپرولو تورنې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې لارین بیس ویلي؛ د ټرمپ حکومت او جمهوري‌پال به د پولو امنیت ټینګولو، د قانون او نظم بېرته ټینګښت، د امریکایانو د لګښتونو کمولو او د خلکو لپاره د لاسته راوړنو په برخه کې خپلئ هڅې روانې ساتي.

د راپور له مخې؛ د سپینې ماڼۍ تر څېړنې لاندې په اجرائیوي اقداماتو کې د مهمو منرالونو او بادي برښناکوټونو پر وارداتو د نویو ګمرکي تعرفو لګول، د نړۍ د زده‌کړیالانو او لنډمهالو بهرنیو کارکوونکو لپاره د ویزو د اصولو سختول او د کورونو او ودانیزو چارو د لګښتونو کمولو اقدامات شامل دي.

دغه راز د امریکا د بودجې او مدیریت دفتر رییس راسل ووټ څېړي، چې د کانګرس له‌خوا د مخکې تصویب شوې بودجې له پیسو څخه کومې طرحې عملي کېدی شي.

نوموړی غواړي د فډرالي مرستو اصول هم بدل کړي، چې سیاسي ګومارل شوي چارواکي په دې اړه ډېر واک ولري او د حکومت کوم پروګرامونه له عامه بودجې څخه پیسې ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ له دغو پلانونو خبر شوی او په اړه یې په بحثونو کې هم برخه اخیستې ده.

له کانګرس پرته حکومتولي

ټرمپ د ۲۰۲۵ز.کال په جنورۍ کې واک ته له بېرته رسېدا راپدېخوا د ولسمشر د اجرائیوي واکونو حدود آزمویلي او د ګمرکي تعرفو د پراخولو، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو د سختولو، د فډرالي کارکوونکو د شمېر کمولو او د بهرني سیاست په برخو کې یې له کانګرس پرته اقدامات کړي دي؛ خو د مالیاتو او دولتي لګښتونو د کمولو لویه طرحه یې په ۲۰۲۵ز.کال کې د جمهوري‌پالو تر کنټرول لاندې کانګرس تصویب او ولسمشر لاسلیک کړه.

د «انسایډ الیکشنز» پر نوم د سیاسي چارو د خپلواکې شننې ادارې چلوونکي ناټن ګونزالس ویلي؛ ټرمپ په تېرو دوه کلونو کې پر لویه کچه کانګرس له پامه غورځولی او د اجرائیوي فرمانونو او واکونو له لارې یې د خپلو موخو د پلي کولو هڅه کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، که ډیموکراټان په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کړي؛ ټرمپ به خپلې دغه هڅې روانې وساتي.

د راپور له مخې؛ ټرمپ څو ځله د ملي بېړني حالت اعلان کړی، چې له نویو قوانینو پرته د اقدام کولو واک پراخ کړي. کانګرس کولی شي د دغو بېړنیو حالاتو د پای ته رسولو لپاره رای ورکړي؛ خو ولسمشر یې ویټو کولی شي او په دې صورت کې د ویټو د لغوه کولو لپاره د کانګرس د دواړو جرګو دوه پر درېیمه رایې ته اړتیا ده.

د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې کانګرس بیا هم کولی شي د ټرمپ پر پرېکړو مهم محدودیتونه ولګوي. د سنا کنټرول به ډیموکراټانو ته دا واک ورکړي، چې د ټرمپ د قضايي او اجرائیوي څانګو د نوماندانو؛ ان د سترې محکمې د احتمالي نوماندانو، د تائید مخه ونیسي.

ډیموکراټان کولی شي د ټرمپ د ملاتړ وړ قانوني طرحو له تصویبولو ډډه وکړي؛ خو ټرمپ هم د هغوی هغه طرحې ویټو کولی شي، چې ورسره موافق نه‌وي.

د راپور له مخې؛ محکمې هم کولی شي هغه اجرائیوي اقدامات لغوه کړي، چې د ولسمشر له قانوني واکونو څخه بهر وي. له همدې کبله، سپینه ماڼۍ غواړي د عدلیې وزارت حقوقي نظرونه ترلاسه کړي او معلومه کړي، چې ټرمپ له کانګرس پرته کوم اقدامات ترسره کولی شي.

د ډیموکراټانو څېړنې

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د ډیموکراټانو له‌خوا د احتمالي څېړنو لپاره هم له څو میاشتو راپدېخوا چمتووالی نیسي.

د استازو جرګې لوړپوړیو ډیموکراټانو او د کمیټو مرستیالانو په دې اړه خبرې کړي، چې د غونډو، احضاریو او د اسنادو د غوښتنې له لارې وڅېړي، چې آیا ټرمپ د ولسمشرۍ له واک څخه د ځان، متحدانو یا مالي ملاتړ کوونکو د ګټو لپاره کار اخیستی دی که نه.

د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکارانو سیاسي ګومارل شوي چارواکي او د دولتي ادارو مشران د کانګرس د پوښتنو، د اسنادو د غوښتنې او احضاریو د څرنګوالي په اړه هم خبر کړي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې، چې په لیکل شويو اسنادو کې خپلو څرګندونو ته پام وکړي.

د راپور له مخې؛ د سپینې ماڼۍ حقوقي ډلې د عدلیې وزارت د داسې یوه حقوقي نظر غوښتنه هم کړې، چې له مخې یې ټرمپ وکولی شي له خپلو خصوصي سلاکارانو سره خبرې د اجرائیوي امتیاز پر نوم د کانګرس له څېړنو خوندي کړي.

Trending

Exit mobile version