Connect with us

نړۍ

ټرمپ کانګرس ته د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل خبر ورکړ

د رویټرز د راپور له مخې؛ ترمپ په هغه لیک کې، چې د جولای پر لسمه یې ترتیب کړی، ویلي:« دا پوځي کړنه مې د امریکا د وګړو، ملي امنیت او د هېواد د بهرني سیاست د ګټو د ساتنې لپاره، د خپلو اساسي مسوولیتونو په چوکاټ کې رهبري کړې ده.»

خپور شوی

د

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په یوه رسمي لیک کې خبر ورکړی، چې د جولای له اوومې راپدېخوا یې د ایران پر ضد پوځي عملیات بیا پیل کړي، چې د هغه د دولت د څرګندونو له مخې، دا کړنه د کانګرس له نوې اجازې پرته د ۶۰ ورځني پوځي عملیاتو نوی پړاو پیلوي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ ترمپ په هغه لیک کې، چې د جولای پر لسمه یې ترتیب کړی، ویلي:« دا پوځي کړنه مې د امریکا د وګړو، ملي امنیت او د هېواد د بهرني سیاست د ګټو د ساتنې لپاره، د خپلو اساسي مسوولیتونو په چوکاټ کې رهبري کړې ده.»

ټرمپ په خپل لیک کې یادونه کړې، چې د اپریل پر اوومه یې د دوه اوونیو اوربند امر کړی و، چې وروسته وغځول شو او په همدې موده کې د ډیپلوماټیک حل لپاره هم هڅې روانې وې.

هغه همداراز د جون پر اووه لسمه له ایران سره د لاسلیک شوې هوکړې یادونه کړې او ادعا کوي؛ تهران د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو له بریدونو سره دغه هوکړه ماته کړې، چې له کبله یې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل امر شوی دی.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ دا هم ویلي، چې امریکا په خلیج کې د ایراني بېړیو سمندري کلابندي بېرته پيل کړې او د هرمز تنګي د پرانیستې ساتلو لپاره به اقدام وکړي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، یوازې کانګرس د جګړې د اعلان واک لري؛ خو د دغه هېواد ولسمشرانو تل استدلال کړی، چې د ملي امنیت د ساتنې لپاره د کانګرس له اجازې پرته هم لنډمهالي پوځي عملیات پیلولی شي.

په همدې حال کې د جګړې د واکونو قانون ولسمشر اړ کوي، چې د پوځي عملیاتو له پیل څخه په ۴۸ ساعتونو کې کانګرس خبر کړي او که د کانګرس اجازه نه‌وي؛ عملیات باید له ۶۰ ورځو ډېر دوام ونه‌کړي.

ټرمپ استدلال کړی، چې د اوربند له اعلان سره لومړۍ ۶۰ ورځنۍ موده پای ته رسېدلې وه؛ خو یو شمېر ډیموکراټ او د جګړې مخالف جمهوري‌پال قانون جوړوونکي دا تفسیر ناسم بولي او اداره د قانون په ناسم تعبیر تورنوي.

دغه راز د امریکا استازو جرګې او سنا تېره میاشت یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې له ټرمپ څخه یې وغوښتل امریکايي ځواکونه له ایران سره له پوځي ښکېلتیا وباسي. دا اقدام د جګړې د دوام په اړه د اندېښنو د زیاتېدا نښه بلل کېږي.

ټرمپ د دغه پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته خپل منتقدان تورن کړل، چې له خپلې رایې سره یې ایران ته «ډاډ» ورکړی او د هغه د ادارې ماموریت یې نور هم ستونزمن کړی دی.

نړۍ

ټرمپ پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په لټه کې دی

د احتمالي اقداماتو په لړ کې پر چینايي خپلواکو نفتو چاڼځایونو، چینايي بانکونو، د لېږد رالېږد پر شرکتونو او د ایران د تېلو د پلور له مالي شبکو سره تړلو ادارو د بندیزونو لګول شامل دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره د نویو اقداماتو په لټه کې دی. د امریکا د خزانې وزارت هم د پراخو بندیزونو د لګولو شونتیا وړاندې کړې ده.

د احتمالي اقداماتو په لړ کې پر چینايي خپلواکو نفتو چاڼځایونو، چینايي بانکونو، د لېږد رالېږد پر شرکتونو او د ایران د تېلو د پلور له مالي شبکو سره تړلو ادارو د بندیزونو لګول شامل دي.

کارپوهان وايي؛ واشنګټن کولی شي پر هغو هېوادونو او شرکتونو فشار زیات کړي، چې د ایران تېل اخلي او همدارنګه یې پر هغو شبکو بندیزونه سخت کړي، چې له تهران سره د بندیزونو په تېراېستلو کې مرسته کوي؛ خو دا ډول اقدامات ښايي د امریکا او چین ترمنځ ترینګلتیا هم زیاته کړي.

د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ، پر ایران د لېږد رالېږد او سوداګرۍ د ډېرو محدودیتونو او پر ګاونډ هېوادونو د فشار راوړلو ته ورته لارې هم تر غور لاندې دي، چې ایران ته د توکو د لېږد مخه ونیول شي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د فشارونو زیاتول په سیمه کې پراخې اقتصادي او سیاسي پایلې لرلی شي.

Continue Reading

نړۍ

د اسرائیلو په بریدونو کې د جنوبي لبنان ۳۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د لبنان رسمي ملي خبري آژانس راپور ورکړی، چې اسرائیلي جټ الوتکو د« انصار» کلي پر یوه کور برید کړی، چې په کې د درې ماشومانو او دوه ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي؛ څلور نور کسان بیا د «دیرالظهراني» کلي په یوه بل برید کې وژل شوي دي.

Published

on

د لبنان روغتیا وزارت ويلي، د دغه هېواد پر جنوبي سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د لبنان رسمي ملي خبري آژانس راپور ورکړی، چې اسرائیلي جټ الوتکو د« انصار» کلي پر یوه کور برید کړی، چې په کې د درې ماشومانو او دوه ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي؛ څلور نور کسان بیا د «دیرالظهراني» کلي په یوه بل برید کې وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، د دغو بریدونو له کبله په جنوبي لبنان کې د حزب‌الله مواضع او بېخبناوې پر نښه شوي دي. دا بریدونه د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د اقداماتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

حزب‌الله د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغو بریدونو ته به «وړ ځواب» ورکړ شي.

دغه راز د لبنان لومړي وزیر په انصار کلي کې د ښځو او ماشومانو وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي، چې هغوی«پوځي هدفونه» نه ول.

د لبنان ولسمشر هم دغه بریدونه د خبرو اترو او د سولې د چوکاټ د هوکړې د پلي کولو لپاره د امریکا د هڅو پر وړاندې «روښانه پیغام» بللی دی.

اسرائیلو اعلان کړی؛ تر هغې، چې حزب‌الله بې‌وسلې شوی نه‌وي له جنوبي لبنان څخه به ونه وځي؛ دا هغه موضوع ده، چې حزب‌الله او لبناني چارواکي یې مخالفت کوي.

د راپورونو له مخې، د مارچ له دوه‌یمې راپدېخوا د جګړو د نوې څپې له پیل څخه تر اوسه په لبنان کې لږ تر لږه ۴۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

Continue Reading

نړۍ

په انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي

زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.

Published

on

د انډونیزیا چارواکو ویلي، د دې هېواد په ختیځ کې د ۷.۷ درجې زلزلې او لسګونو وروستي ټکانونو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.

زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.

له زلزلې وروسته په څو سیمو کې له یوه مټر څخه د کم لوړوالي د سونامي څپې ثبت شوې؛ خو شاوخوا درې ساعته وروسته د سونامي خبرداری لغوه شو.

د انډونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې مشر سوهاریانټو ویلي، د ماسپښین تر ۳ بجو ۳۸ کسان وژل شوي، دوه سخت ټپیان او ۱۱ نور سطحي ټپیان شوي دي. د هغه د څرګندونو له مخې، شاوخوا دوه زره کسان د ژوند ژغورلو لپاره خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د مائومره په بندري ښار کې ژغورونکو د ۲۰ کسانو مړي موندلي دي. همداراز شپږ ټپیان او دوه هغه کسان موندل شوي، چې تر خاورو لاندې بند پاتې ول.

انډونیزیایي چارواکي وایي، یو شمېر خلک اوس هم په زیانمنو ودانیو کې بند پاتې دي او ځمکښویېدنې هم څو لارې تړلې دي.

ژغورونکي اوس هم ناګیکائو سیمې ته، چې د زلزلې مرکز ته نږدې ده، نه‌دي رسېدلي. ځمکښوېدنو ځمکنۍ لارې تړلي او په دې سیمه کې مخابراتي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.

د ناګیکائو شاوخوا دوه زره اوسېدونکي ایستل شوي او کورونو، زېرمتونونو او دولتي ودانیو ته زیانونه اوښتي دي. د برښنا د پرې کېدا او د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې راپورونه هم ورکړ شوي دي.

د ختیځې نوسا تِنګارا والي ویلي، لږ تر لږه پېنځه کسان د خوب پر مهال د ودانیو د نړېدا له کبله وژل شوي دي.

د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ویلي، زلزله ډېره سخته وه او ټکانونو یې شاوخوا یوه دقیقه دوام وکړ. په ځینو سیمو کې خلک د ژوند د ژغورلو لپاره له کورونو بهر وتښتېدل.

د تالیبورا سیمې یوه ۵۱ کلن اوسېدونکي ویلي، د زلزلې پر مهال ۱۳ کسان په کور کې وو او ټولو د ژوند د ژغورلو لپاره له کوره بهر ووتل.

د انډونیزیا د جیو فزیک ادارې ویلي، زلزله د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۸ د ځمکې په ۱۵ کیلومټره ژوروالي کې شوې او وروسته یې څو ټکانونه هم ثبت شوې دي.

په ۱۹۹۲ز.کال کې هم دا سیمه ۷.۵ درجې زلزلې لړزولې او پراخ زیانونه یې اړولي وه.

انډونیزیا د «بحرالکاهل د اور کړۍ» په نوم سیمه کې پرته ده؛ هغه سیمه، چې د ځمکې د تختو د سخت فعالیت له کبله پر ځلونو د زلزلو او اورغورځوونکو غرونو د چاودنو شاهده وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!