تازه خبرونه

ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده – درانی

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې را پړرته کېږي، چې د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په دیر سیمه کې درې وسلوال، چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي؛ وژلي دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، تحریک طالبان پاکستان د اسلام‌آباد سره کرښه ده او اسلامي امارت باید د دې ډلې پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

اصف دراني د سیمه‌ییزو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د پاکستان- افغانستان اړیکې: ننګونې او فرصتونه تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: له افغانستان څخه د ترهګرۍ سرچینه نه یوازې د پاکستان، بلکې د نورو ګاونډ هېوادونو لکه چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان لپاره هم د اندېښنې وړده.

هغه له اسلامي امارت وغوښتل، چې د تروريستي ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه راز درانی ویلي: مونږ باید له افغان حکومت سره له زغم پر ډکه اراده معامله وکړو. پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې را پړرته کېږي، چې د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په دیر سیمه کې درې وسلوال، چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي؛ وژلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې داسې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شرایط غواړي، چې له درې میلیون زیاتو افغان کډوالو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمیشنرۍ څخه وغوښتل، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو لپاره ستراتيژي جوړه کړي.

اصف دراني ویلي، د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت هڅې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې تائید شوې.

هغه دغه راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو، منځنۍ آسیا ته د پاکستاني مالونو د لېږد او د سیمه‌ییزو ارتباطي پروژو لکه د ټاپي د ګازو نللیکې پروژه او د کاسا ۱۰۰۰ برښنا د لېږد لین د غځولو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر ابرار حسین هم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د پولو پر مدیریت ټینګار کړی دی.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د اړیکو او په لوړه کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو ستاینه وکړه.

حسیني د سیمې له هېوادونو هم وغوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې پر حکومتي ځواکونو د بريدونو ريښې په افغانستان کې دي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې دوی دې خپلې ستونزې ته په خپله خاوره کې د حل لار وګوري.

Trending

Exit mobile version