تازه خبرونه
پاکستاني عالمان د دوه اړخیزو خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي
د پاکستانيو عالمانو یو څلور کسیز پلاوی به په روانه اوونۍ کې د پولې د هغې غاړې د تاوتریخوالي د اوارولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي، چې پرې د نښتو له کبله یو شمېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
د پاکستانيو رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به په کندهار او کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له چارواکو او د افغانستان اسلامي امارت له مهمو مشرانو سره وویني.
دغه راز په پاکستان کې د اسلامي امارت چارسمبالي سردار محمد شکیب ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په پوله کې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه یوه ګډه کمیته جوړه شوې ده.
د یادونې ده، چې په روانه میاشت کې د سپین بولدک – چمن پر پوله دوه ځله وسلوالې نښتې شوي او تګ راتګ پرې بند شوی دی.
