تازه خبرونه
«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
په دې راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ پر پېنځهویشتمه خپور شوی؛ د شاوخوا ۱۵ وسلهوالو ډلو نومونه یاد شوي، چې «ډېری یې امریکا د بهرنیو ترهګرو ډلو» په توګه پېژني. د بېلګې په توګه د لشکرطیبه، جیشمحمد، حرکتالجهاداسلامي، حرکتالمجاهدین او حزبالمجاهدین نومونه اخیستل شوي، چې د راپور له مخې اوس هم هڅې روانې دي.
د امریکا کانګرس یوه تازه راپور خبرداری ورکړی، چې « پاکستان اوس هم د ځینو ترهګرو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی؛ دغو ډلو له څو کلونو راپدېخوا په ځانګړي توګه پر جمو او کشمیر تمرکز کړی دی.»
په دې راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ پر پېنځهویشتمه خپور شوی؛ د شاوخوا ۱۵ وسلهوالو ډلو نومونه یاد شوي، چې «ډېری یې امریکا د بهرنیو ترهګرو ډلو» په توګه پېژني. د بېلګې په توګه د لشکرطیبه، جیشمحمد، حرکتالجهاداسلامي، حرکتالمجاهدین او حزبالمجاهدین نومونه اخیستل شوي، چې د راپور له مخې اوس هم هڅې روانې دي.
په راپور کې راغلي؛ لشکرطیبه، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې جوړه شوې او په ۲۰۰۱ ز.کال کې د ترهګریزې ډلې په توګه نومول شوې؛ اوس هم د پاکستان په پنجاب او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې فعاله ده. ویل کیږي، چې دې ډلې پر ۲۰۰۸ ز.کال د هند د ممبي په بریدونو کې رول لوبولی و، چې ۱۶۶ کسان یې ووژل.
په راپور کې د جیشمحمد ډلې هڅو ته هم نغوته(اشاره) شوې، چې په ۲۰۰۰ ز.کال کې مسعود اظهر رامنځته کړه او په ۲۰۰۱ ز.کال کې یې د هند پر پارلمان برید وکړ.
په راپور کې راغلي: د پراخو پوځي عملیاتو او سلګونو استخباراتي عملیاتو سره – سره ډېری ترهګرې ډلې، چې د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي؛ اوس هم د پاکستان په خاوره کې فعالې دي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې پاکستان په وروستیو کلونو کې د ترهګریزو فعالیتونو د محدودولو لپاره ځینې ګامونه پورته کړي؛ خو «په ځینو پاکستاني مذهبي مدرسو کې د افراطي نظریاتو د تدریس په اړه اندېښنې اوس هم پاتې دي.»