تازه خبرونه

پاکستان او ازبکستان د افغانستان له لارې د سوداګرۍ لپاره د ګډې ستراتیژۍ غوښتونکي شول

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۷, ۱۴۰۱

پاکستان او ازبکستان د یو میلیارد دالرو پر ارزښت د پانګونې د پراخولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتولو یو تړون لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې، د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر جمشید خوجایوف د پاکستان اسلام آباد ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سید نوید قمر سره وکتل.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په یوه بیان کې ویلي، چې دوی د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ترجیحي تړون لاسلیک کړی او دا تړون به د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه نافذ شي.

سید نوید قمر ټینګار کړی، چې دواړو هېوادونو د افغانستان له لارې د ترانزیتي سوداګرۍ په برخه کې د ګډې ستراتیژۍ پر جوړولو هوکړه وکړه.

دوی د پاکستان، افغانستان او ازبکستان په ګډون د درې اړخیز ګډ فورم د جوړولو وړاندیز وکړ.

باید وویل شي، چې تېر کال د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۸۱.۵ میلیون دالره وه.

Trending

Exit mobile version