تازه خبرونه

پاکستان بیا هم افغانستان ته له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شنبې پر ورځ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.

عمران خان ټویټ کړی، چې نړلواله ټولنه د ملګرو ملتونو د مسوولیت او ساتنې د اصولو له مخې مکلفه ده، چې د اوږدې جګړې په پایله کې له ستر بشري ناورین څخه د خلکو د ژغورنې لپاره مرسته وکړي.

نوموړی څرګندوي، چې اوسمهال په میلیونونو افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده، چې بشري مرستې ورته برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو ادارو هم خبرداری ورکړی، چې که مرستې ور نکړ شي؛ له ۲۳ میلیون ډېر خلک د لوږې له خطر سره مخ کیږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو ادارو د ۲۰۲۲ زېږدیز کال لپاره د ۴ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، چې دا د هېوادونو لپاه ترټولو لویه نړیواله غوښتنه ده، چې امریکا ورته د بشري ټولنو له لارې د  ۳۰۸ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

Trending

Exit mobile version