تازه خبرونه
پاکستان تل د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کړې ـ فضلالرحمن
نوموړي همدارنګه ادعا کړې، چې پاکستان هیڅکله افغانستان ته د وسلوالو کسانو د تګ راتګ مخه نهده نیولې او تل یې د دغه هېواد په بدلونونو کې خپل رول لوبولی دی.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن د اسلامآباد پر سیاستونو نیوکه کړې او څرګندوي، چې پاکستان د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال د هوايي ملاتړ د برابرولو لپاره پر افغانستان د امریکا بریدونو ته زمینه برابره کړې وه.
نوموړي همدارنګه ادعا کړې، چې پاکستان هیڅکله افغانستان ته د وسلوالو کسانو د تګ راتګ مخه نهده نیولې او تل یې د دغه هېواد په بدلونونو کې خپل رول لوبولی دی.
فضلالرحمن د خپلو خبرو په لړ کې ټینګار کړی، چې افغانستان ثبات، خپلواکۍ او آرامۍ ته اړتیا لري؛ خو د نوموړي د څرګندونو له مخې: هر کله، چې امریکا یا لویدیځو هېوادونو د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کړې؛ پاکستان د «نیابتي ځواک» په توګه رول ترسره کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې اسلامآباد په ورته وخت کې ځان د ترهګرۍ ضد مبارزې مدعي هم بولي.
د جمعیت علمای اسلام مشر د دیني مدرسو د ثبتولو په اړه د پاکستان د حکومت پر تګلارې هم نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې دا چلند ښایي د ترینګلتیاوو او اعتراضونو لامل شي.