تازه خبرونه
پاکستان د بې اسنادو افغانانو د شړلو مرکزونه جوړوي
د راپورونو له مخې؛ پاکستان د هغو افغان کډوالو لپاره، چې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې خپل هېواد ته ستانه نهشي؛ د ایستلو او شړلو بېلابېل مرکزونه جوړوي.
د اټکل له مخې ۱.۳ میلیون افغان کډوال، چې په پاکستان کې راجستر نهدي تر راتلونکې چارشنبې پورې باید ووځي.
د امریکا غږ د راپور له مخې: یوشمېر سرچینو ویلي، چې د پاکستان په څلور صوبو؛ پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې به د ایستلو او شړلو ځانګړي مرکزونه جوړ شي.
په پنجاب او سند کې نیول شوي افغانان به په ترتیب سره د راولپنډۍ او کراچۍ مرکزونو ته لېږدول کیږي.
خیبر پښتونخواه به د شړلو دوه مرکزونه ولري؛ په نوښار او څمکني کې. په داسې حال کې، چې بلوچستان به د صوبې په مرکز کوټه، پښین او عبداللهکلا ولسوالیو کې درې مرکزونه ولري.
دا دوه ولایتونه له پاکستان سره په فرضي کرښه کې نږدې ۲۶۰۰ متره ګډه پوله لري او په ټولیز ډول د ډېرو کډوالو کورنیو کوربه دي.
د دې نوي پلان له مخې؛ د ولسوالیو چارواکو، پولیسو، څارنوالانو او زندان مسوولینو ته اجازه ورکړ شوې، چې غیر قانوني افغان کډوال له نیول کیدو وروسته همدې مرکزونو ته راولي او بیا یې افغانستان ته واستوي. هغه کسان، چې پر کوچنيو جرمونو تورن او محکوم شوي یا اوس محاکمه شوي دي وبهشړل شي. هغه کسان، چې پر جدي جرمونو محکوم شوي یا محاکمه کیږي؛ بېرته افغانستان ته نهلیږل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان غوښتي، چې غیرانساني پرېکړه یې د منلو وړ نهده.
په هر حال اسلامي امارت په دې وروستیو کې د راستنیدونکیو کډوالو لپاره بېړنۍ سرپناه لپاره په افغانستان کې دننه کمپونه جوړ کړي او هڅه کوي، چې مهاجرین په عادي حالت کې هېواد ته راستانه شي.