تازه خبرونه
پاکستان د غلام خان بندر د تګ راتګ لپاره وتاړه
د دې ادارې ویاند عابدالله عقاب فاروقي ویلي، چې پاکستان د بندر د تړلو دلیل ندی روښانه کړی؛ خو چارواکو ته یې ویلي؛ هغه موټر، چې په دې بندر کې دي؛ باید له بل بندر څخه تېر شي.
د سرحدي پولیسو عمومي ریاست اعلان وکړ، چې پاکستان نن (یکشنبه د چنګاښ اتمه) د خوست ولایت د غلام خان بندر د ټولو ټرافیکو او پیاده تګ راتګ پرمخ وتړلو.
د دې ادارې ویاند عابدالله عقاب فاروقي ویلي، چې پاکستان د بندر د تړلو دلیل ندی روښانه کړی؛ خو چارواکو ته یې ویلي؛ هغه موټر، چې په دې بندر کې دي؛ باید له بل بندر څخه تېر شي.
هغه زیاته کړې؛ د اسلامي امارت چارواکو هڅه کړې، چې ستونزه د تفاهم له لارې حل کړي.