Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د مستونګ په خونړۍ چاودنه کې هندي استخبارات تورن کړل

خپور شوی

د

د شنبې پر ورځ د پاکستان په یوه جومات کې د یوې زورورې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ ته ورسېد او حکومت د چاودنې پړه د هند پر استخباراتي ادارې اچولې ده.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ چاودنه د جمعې پر ورځ د بلوچستان ایالت د مستونګ ښار په یوه جومات کې د پولیسو موټر ته نږدې په هغه سیمه کې رامنځته شوې، چې خلک د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د میلاد د نمانځلو لپاره راټول شوي وه.

پاکستانيو چارواکو پرله‌پسې پر هند تور لګولی، چې په پاکستان کې له تاوتریخوالي ملاتړ کوي؛ خو هند تل دا ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګتي د بلوچستان په مرکز کوټه کې رسنیو ته ویلي، ملکي ادارې، پوځي او نورې ټولې ادارې به پر ګډه د مستونګ په ځانمرګي برید کې د ښکېلو عناصرو پر ضد عملیات وکړي.

ده ويلي: په دغه ځانمرګي بريد کې د هند استخباراتي ادارې لاس درلود.

هغه د خپلې دې ادعا جزئیات او شواهد وړاندې نه‌کړل.

د بلوچستان ایالت د روغتیا ریاست ویاند وسیم بیګ ویلي، د جمعې له ورځې راپدیخوا په روغتون کې اووه نور کسان هم مړه شوي، چې ورسره د مړینې شمېر لوړ شوی او د نورو ټپیانو حالت هم د اندېښنې وړ دی.

د جمعې پر ورځ د خیبر پښتونخوا په شمال کې پر یوه جومات دوه‌یم برید لږ تر لږه پېنځه کسان ووژل. پولیسو د شنبې پر ورځ وویل چې دوی د ځانمرګي DNA د تحلیل لپاره لېږلې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی.

د پاکستان په لویدیځو ایالتونو کې د وسله‌والو بریدونو زیاتوالي د جنورۍ د میاشتې پر عامو انتخاباتو چمتووالي سیوری اچولی؛ خو تر اوسه دغو بریدونو زیاتره امنیتي ځواکونه پر نښه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان، چې په ۲۰۰۷ ز.کال کې له رامنځته کېدو راپدیخوا په پاکستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی؛ د جمعې د ورځې د چاودنو مسوولیت نه‌دی منلی.

سیمه ییز خبرونه

په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

Published

on

دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې له‌خوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.

د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نه‌درلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.

په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.

سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.

امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

Published

on

تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټي‌ټي‌پي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمه‌ییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.

اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!