لوبی
پاکستان له افغانستان او آسترالیا سره د کرکت نړیوال جام سیالیو د ځای بدلولو په هڅه کې دی
پاکستان په پام کې لري، چې د افغانستان او آسترالیا سره د روان کال د کرکت یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ځای بدل کړي، چې ټاکل شوې د اکتوبر او نومبر ترمنځ په هند کې ترسره شي.
د وړاندیز شوي مهالوېش له مخې به پاکستان له افغانستان سره د چینای په چیدامبرام لوبغالي کې او له آسترالیا سره به د بنګلور په چیناسوامي لوبغالي کې مخ شي. د پاکستان کرکت بورد د افغانستان پر ځای له آسترالیا سره په چینای کې د مخ کېدو هیله څرګنده کړې ده.
کرکت نړیوالې شورا پاکستان ته د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د خپل پخواني سیال هند پر وړاندې د لوبې وړاندیز کړی؛ خو پاکستان تر اوسه دغه وړاندیز نهدی منلی، ځکه دوی د حکومت اجازې ته اړتیا لري. د نړیوال جام د رسمي پروګرام د خپرېدو د ځنډ لامل هم همدا موضوع ده.
د پاکستان کرکت څرګنده کړې؛ پاکستاني شنونکي د ځای معلومولو په هڅه کې دي او ځانګړې اندېښنې یې هم راپورته کړې دي. ځینې په دې باور دي؛ هند په داسې ځایونو کې د سیالۍ د ترسره کولو هڅې کوي، چې پاکستان د شرایطو او روزنې د اسانتیاوو له کبله له ستونزو سره مخ شي.
د چینای لوبغالی اکثرا د سپن توپ اچوونکیو سره مرسته کوي، چې دا به د افغانستان پر وړاندې د پاکستان لپاره ننګونه وي. افغانستان اوسمهال د سپن بالینګ خورا ښه استعداد لري.
د یادونې ده، چې پاکستان غواړي د آسترالیا او افغانستان پر وړاندې د لوبې ډګرونه د ترتیب له مخې چینای او بنګلور ته ولیږدول شي.
د وړاندیز شوي مهالوېش له مخې به پاکستان لومړی د لارموندنې دوه سیالۍ د اکتوبر پر شپږمه او دولسمه په حیدرآباد کې ترسره شي. په همدې حال کې د آسترالیا خلاف په بنګلور کې د اکتوبر پر شلمه له لوبې مخکې د هند خلاف لوبه د اکتوبر پر پېنځلسمه وړاندیز شوې ده.
ټاکل شوې، چې پاکستان د افغانستان او سویلي آفریقا سره سیالۍ په پام کې له نیول شوي ترتیب سره د اکتوبر پر ۲۳ او ۲۷ په چینای کې ترسره شي. دوی به د اکتوبر پر ۳۱ نېټه په کلکته کې له بنګله دېش او د نومبر پر پېنځمه به د نیوزیلند سره په بنګلور کې لوبه کوي. پاکستان به د ګروپ وروستۍ لوبه د نومبر پر دولسمه په کلکته کې د انګلستان پروړاندې تر سره کړي.