سوداگري

پاکستان له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو پر وارداتو ټینګار څرګند کړ

Published

on

په پاکستان کې وروستي ویجاړ,ونکي اورښتونه او سیلابونه د دې لامل شوي، چې د هغه هېواد په بازارونو کې د میوې اوسابو بیه ډېره لوړه شي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله د تر کارۍ او سبو له کمښت سره مخ دي او غواړي، چي له افغانستان او ایران څخه د سبو، ترکارۍ او تازه میوې واردات پراخه کړي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړي  وايي، چې پاکستان ته د صادارتو پراختیا د دواړو هېوادو ترمنځ  د اقتصادي اړیکو د پیا وړتیا لپاره اړین بولي؛ خو زیاته وي، چي باید د افغانستان د مارکیت اړتیاووته په کتو  د صادراتو دا بهیر تنظیم شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجرا ئیه مشر نقیب الله ساپی وایي: مونږ ته اړینه ده، چې پاکستان ته صادارت وکړو باید ښې اقتصادي اړیکې ولرو ؛ خو د افغانستان د کورني مارکیت د اړتیاوو پوره کول باید زمونږ د کارونو په سر کې وي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خوني مسوولین بیا وايي؛  پاکستان د هغو کرنیزو توکو تعروفه  ټیټه کړې، چې افغانستان پخپله  ورته اړتیا لري.

د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: زما له نظره د دواړه هېوادونو ترمنځ باید د سوداګرۍ بهیر مدیریت شي؛ له پیازو پرته باید مڼو ،انارو، کچالو ته هم باید پاکستان امتیاز ورکړي.  که نه د هېواد مارکیتونه به پخپله له ستونزو سره مخ شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم  اندېښنه  څرګندوي  او زیاتوي؛ که د هېواد له مارکیتو نو څخه  پرته له څارنې صادرات ترسره شي؛ نو ښايي مونږ خپله په کورني مارکیت کې خپله له زیاتو ستونزو سره مخ  شوو.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي؛ مونږ منو، چي وروستیو بارانونو پاکستان او افغانستان دواړو ته زیانونه اړولي. مونږ باید همکاري ولرو؛ خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید په صادارتو کې هغه توکې زیات صادر نکړي، چې دوی له ستونزو سره مخ کولی شي. دوۍ باید صادراتې تعروفه لوړه کړي.

د اقتصادي  چاروکار پوهان د هېواد د مارکیټونو د مدیریت مسوولیت د صنعت اوسوداګرۍ وزارت پر غاړه اچوي.

دا، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې بهیر د مدیریت  لپاره کوم تدابیرلري؛ په دې اړه یې تر دې دمه څه ندي ویلي.  

Trending

Exit mobile version